لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور: د احتجاج وروسته د پښتنو د شناختي کارډ د ستونزې ختمولو باور ورکړی شوی


د پاکستان د شناختي کارډونو د جوړولو د قامي ادارې (نادرا) مشر په لاهور کې پښتنو ته باور ورکړی چې د شناختي کارډونو په جوړولو کې به ورته نورې ستونزې نه وي، او پښتنو له به په لاهور کې د شناختي کارډ دپاره ځانله مرکز جوړولی شي.

پرون د خالي، شنبې په ورځ د لاهور په زمان پارک کې د وزيراعظم عمران خان د کور نه بهر پښتانه راټول شوي او احتجاجي مظاهره یې کړې وه چې د دوی شناختي کارډونه نه جوړول کيږي او ستونزې ورته جوړولی شي.

نن د اتوار، يکشنبې په ورځ د نادرا مشر عثمان مبين لاهور ته ورغلی هلته یې پښتنو مشرانو سره ليدلي دي.

په لاهور کې د پښتنو د حقونو دپاره کار کوونکي غېر دولتي تنظيم (پښتون فلاحي تنظيم) مشر باغي جان وايي په لاهور کې پښتنو ته د شناختي کارډونو مسلې د کال ۲۰۱۲م نه پېل شوي او په تېر دوه کاله موده کې پښتانه په لاهور کې ډېر زورول کېده.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "په لاهور کې دا وخت پښتنو ته غټې مسلې د پاسپورټ، شناختي کارډ او ب فارم په جوړولو کې دي، د نيولو او زورولو په لړۍ کې يې کمی راغلی دی".

هغه وويل د نادرا د مشر سره يې په خپله ليدنه نه ده شوې خو ورته ويل شوي چې د نادرا مشر پښتنو ته باور ورکړی چې په لاهور کې به ورله ځانله د شناختي کارډ جوړولو دپاره مرکز جوړولی شي او په څلورو نورو مرکزونو کې به ورله ځانله کاؤنټرې جوړولی شي.

هغه وويل د نادرا مشر دا هم ويلي که چاته هم د شناختي کارډ په جوړولو کې کومه مسله وه د هغه سره دې په خپله نېغ په نېغه رابطه کوي.

د ځايي ميډيا ترمخه عثمان مبين ويلي، د پښتنو شناختي کارډونه د تعصب په اساس نه دي بلاک يا بند کړی شوي بلکې د هغې يې درې علتونه ښودلي دي.

هغه ويلي يو هغه شناختي کارډنه بلاک کړی شوي، چې ځايي خلکو افغانان د خپلو کورنيو غړي جوړ کړي دي.

دوېم ځينې خلکو ځانونه په افغان کډوالوکې شمار کړي د دې دپاره چې افغان کډوالو ته بيرته خپل هېواد ته د ستنېدو په وخت ورکړی کېدونکې پېسې پرې ترلاسه کړي.

او د نوموړي په وېنا درېم هغه خلک دي د افغانستان پاسپورټونه يې ترلاسه کړي دي.

هغه ويلي دا د ۴۰ کالو د مودې مسله ده په يوه ورځ کې نه هواريږي، او چې څوک پوره قانوني اسناد لري هغو ته به شناختي کارډ ورکولی شي.

عثمان دا هم ويلي چې پرون افغانانو احتجاجي مظاهره کړې وه.

خو باغي جان وايي پرون افغانانو مظاهره نه وه کړې د بېلابيلو قبايلي سيمو خلک او په ځانګړي ډول د مومندو د صافي قبيلې پکې شامل وو دوی مظاهره کړې وه.

هغه وويل که پښتنو سره په کړو ژمنو عمل ونه شو د دوی سره د احتجاج لار هر وخت خلاصه ده او دوی به بيا احتجاجونه پېلوي.

تېر کال د فرورۍ په میاشت کې د پنجاب پوليس لخوا پمفلټې خورې شوې او داسې اعلانونه شوي ؤ چې څوک پښتون يا افغان چاته په نظر راځي د هغوي په ضد دې پوليس ته خبر ورکړی شي.

د دې ترڅنګ په لاهور کې د سوداګر تنظيمونو لخوا هم پښتنو کاروباريانو ته ويل شوي چې ځانونه درج کړي.

دغې عمل ته د سخت غبرګون او په خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې يې پرضد د قرارداد وړاندې کېدو وروستو د پنجاب صوبې مخکني وزيراعلی شهبازشريف ويلي ؤ پښتانه "زمونږوروڼه دي" او په پنجاب کې د ژوند او د کاروبار کولو حق لري.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG