د نقيب مسيد پلار ملک محمد خان وايي، "د انصاف تمه يې د جج (د سترې محکمې مشر قاضي)، د جنرال قمرجاوېد باجوه، د مقدمې د وکيل او خپل (پښتون) قام نه ده" چې د کړو وعده ترمخه به ورته انصاف ورکړي.
وي او ای ډیوه سره په خبرو کې محمد خان وویل، د نقيب د مقدمې نه تراوسه پورې مطمئن دی ځکه چې عدالت لا فېصله نه ده اورولې او هغه ته په دې مقدمه کې د انصاف باور ورکړی شوی دی.
هغه وويل،"چې په عدالت کې مو کېس جمع کړو نو عدالت راته وويل چې دا ستا بچی نه دی د قام بچی دی او د انصاف راکولو راته يې وويل خو ويل يې چې وخت به پکې لګي".
هغه وويل نګران وزیراعظم د پينځه نيم کروړه پښتنو سره وعده کړې وه چې د نقيب الله په نوم به کالج درکوم او انصاف ورکولو وعده يې کړه.
محمد خان زياته کړه، د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه راته د انصاف پخه وعده راکړې ده او هغه راته زما په کور کې ويلي " چې په کېس کې انصاف د چا نه مه غواړه زه به يواځې انصاف درکوم، بيا ما ورته وويل چې وعده ده؟ هغه راته په ځواب کې وويل چې وعده ده".
هغه وويل د پاکستان د واکمنو په کړو وعدو مطمئن دی چې به يې ورسره پوره کړي.
هغه وايي نقيب الله په سوچ وژل شوی دی،" د سوچ مقابله به په سوچ، د وعدې مقابله په انتظار،د عدالت مقابله په وکيل کوم".
ملک محمد خان وايي وزيراعظم عمران خان ته هم د يوې مياشتې پورې وخت ورکوي چې حکومت يې په ځایې شي، بيا به ورله ورځي ځکه چې هغه ورسره څنګ په څنګ اعلانونه کړي وو چې انصاف به ورته ورکوي.
د کراچۍ د ملیر ضلعې د پولیسو په پخواني مشر راؤ انوار تور دی چې د روان کال د جنورۍ په ۱۳مه نېټه يې د جنوبي وزیرستان ۲۷ کلن زلمی نقیب الله مسيد سره د درېو کسانو په يوه جعلي مقابله کې وژلی ؤ.
د يادې پېښې پلټونکې د پوليس د لوړ پوړو افسرانو يوې کمېټۍ په خپل راپور کې منلې وه چې نقيب مسيد په جعلي مقابله کې وژل شوی ؤ.
راؤ انوار او د هغه سره په پوليس ډله باندې د نقيب مسيد پلار محمد خان د وژنې مقدمه درج کړې وه.
راؤ انوار د مارچ په مياشت کې ځان عدالت ته وړاندې کړی او هغه د مې په مياشت کې عدالت ته په ضمانت د خوشي کېدو خواست کړی ؤ.
راؤ انوار ته د نقيب د وژنې په قضيه کې د روان کال په لسمه جولايۍ د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت د ضمانت منظوري ورکړې او بيا په ۲۰م جولایۍ يې د هغه سره د وسلې او چاؤدېدونکو موادو اېښودو په مقدمه کې ضمانت منظور کړی ؤ.
په ۲۱م جولايۍ د راؤ انوار په ضمانت د خوشي کولو امر شوی ؤ.