لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د نوي امریکايي جنرال ټاکل به څه اغېزې ولري؟ څيړونکي څه وايي


په افغانستان کې د امريکايي او بهرنيو ځواکونو د نوي مشر د راتګ په اړوند پاکستان کې څيړونکي وايي دوی په دې نظر دي چې د امريکايي پوځ مشري که هر څوک کوي پاليسي به هم د امریکا د حکومت مخ په وړاندې بوځي.

په افغانستان کې د امريکايي او نېټو ځواکونو مشري پرون د اتوار، یکشنبې په ورځ جنرال اسټين سکاټ میلر سمبال کړې او جنرال جان نيکلسن هغه ته واک ورسپارلی دی.

جنرال ميلر په داسې وخت کې په افغانستان کې د امريکايي پوځ واک په لاس کې اخيستی چې په افغانستان کې د هيلې، اندېښنې او غېر يقنيني شان حالات روان دي.

د افغانستان په ۱۷ کلنه جګړه کې په لومړي ځل په تېر وړوکي اختر کې د افغان حکومت سره طالبانو هم اوربند کړی او په وروستيو کې امریکايي چارواکو په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د استازو سره ليدلي او داسې هيله څرګندېده چې په افغانستان کې د سولې خبرو ته زمينه برابريږي.

خو په وروستيو کې په غزني کې طالبانو سخت بريدونه کړي او افغان امنيتي ځواکونو سره یې سختې جګړې شوي دي.

د پاکستان د پوځ پخوانی بريګيډيئر سعد محمد وايي "د امريکی نوی جرنېل به هم د امريکې پاليسي مخ په وړاندې بوځي جرنېل په خپله څه نه شي کولی، ماته غټ بدلون نه ښکاري البته تجربه خپل اثر لرلی شي".

او نوموړی وايي هغه ته د پاکستان او افغانستان په خپل مينځي اړيکو کې هم " څه بدلون نه ښکاري، څو پورې چې د مذاکراتو اړخ ته پېش رفت (پرمختګ) نه وي شوی، که د امريکې او طالبان ملاقات وشي او د هغې نه پس بيا جامع مذاکرات شروع شي".

بل څيړونکی حسن خان وايي، د ميلر نه وړاندې جنرال نيکلسن چې په افغانستان کې اوږده موده تېره کړې خو په وروستي کال يو نيم کې هلته د طالبانو بريدونه سېوا شوي دي.

هغه وايي د نوي جنرال د راتګ سره " داسې نه ښکاري چې په افغانستان کې غټ بدلون راشي، ځکه چې يو خو هلته توده جګړه روانه او بل په افغانستان کې په خپله لوړ پوړو چارواکو استعفاګانې ورکړې".

د پاکستان او افغانستان ترمينځ په راتلونکې وخت کې د اړيکو پوښتنې ته په ځواب کې نوموړي وویل، "ماته نه ښکاري چې دا اړيکې ښې شي ځکه چې په افغانستان کې حالت ډېر خراب دي او نور خرابېدو پله روان دي او څو پورې چې امریکا او افغانستان په پاکستان تور لګوي چې د دغه هېواد نه په افغانستان کې بدامني کيږي نو داسې نه ښکاري چې دا اړيکې به ښې شي".

هغه وويل د افغانستان د مسلې حل د افغانستان د حکومت په خپله مالکيت په غاړه اخيستل دي چې ځان زمه واري وګڼي.

د امريکايي پوځ د واک سپارلو دستورې ته په وېنا کې جنرال نيکلسن ويلي، هغه يقين لري چې ځينې طالبان سوله غواړي خو دوی جګړې ته هڅول کيږي.

هغه په طالبانو غږ کړی چې "خپل افغانان مه وژنئِ، خپل مسلمانان مه وژنئ"، هغه طالبانو په مخاطب کولو پوښتنه کړې چې،

"ستاسو دپاره د چا غږ ډېر ارزښت لري؟ هغه چې د بهر نه چې تاسو جګړې ته هڅوي؟ يا ستاسو د خپلو خلکو غږ څوک چې تاسو سولې ته راغواړي".

نوي امريکايي جنرال ميلر ويلي، "مونږ پوهيږو چې پوځي عمليات د تګلارې يوه برخه ده، د سياسي پرمختګ دپاره ځای جوړولو ته اړتيا لري".

د جنرال ميلر او د هغه سره نظر لرونکي امريکايي کمانډران له دې وړاندې په دې نظر ؤ چې په افغانستان کې دې امريکايي پوځ ترهغې پورې وي څو پورې چې په دغه هېواد کې امن نه وي پرځای شوی.

په افغانستان کې د امريکايي پوځ نوي مشر جنرال اسټين سټاک ميلر له دې وړاندې په دغه هېواد کې د ځانګړو عملياتو مشري کړې او په کال ۲۰۰۱ کې چې امريکا په افغانستان کې پوځ په ځای کوو په هغه وخت کې هم ميلر د هغې برخه وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG