لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فواد چوهدري:افغانستان کې هند ته په رول ورکولو دامریکا اؤ پاکستان اړیکې خرابې دي


دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر ښاغلي فواد چوهدري ویلي دامریکا اؤ پاکستان د اړیکو د خرابېدو ستر علت دادی چې امریکا هند ته په افغانستان کې دکردار ترسره کولو موقعه په لاس ورکړې ده .

خو افغان چارواکی وایي چې هغوئ دیو خپلواکه هیواد په توګه ازاد دي چې د نړۍ کوم هیواد سره څنګه اړیکې وغواړي باید جوړې یې کړي.

دپاکستان په نوي حکومت کې داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري دپاکستان د انګریزي ژبې ورځپاڼې دي نیوز سره یوه مرکه کې ویلي امریکايي اسټیبلشمنټ پخپله هم دافغانستان په هکله خپلو کې ویشل شوی دی، یوه ډله غواړي چې امریکا باید دافغانستان څخه اوځي اؤ‌ بله ډله ددې برعکس سوچ لري.

هغه ویلي باثباته افغانستان پخپله دپاکستان په ګټه دی ځکه دغلته د روانو جګړو بدې اغیزې دپاکستان په معیشت هم کیږي.

هغه وویل امریکا چې هند ته په افغانستان کې د رول ترسره کولو کومه موقعه ورکړې ده هغه دپاکستان اؤ امریکا ترمینځ د اړیکو خرابیدو ستر علت ګرځيدلی دی.

خو افغان چارواکي بیا دپاکستان دا دریځ په سخته ردوي چې ګنې افغانستان خپلې پالیسۍ یا تګلارې د نورو هیوادونو په خوښه جوړوي .

په پاکستان کې د افغانستان سفیر اؤ د ولسمشر اشرف غني ځانګړي استازي ډاکټر عمر زاخیلوال وائس اف امریکا ډيوه ته څه موده وړاندې پخپله یوه مرکه کې ویلي وؤ "افغانستان دنړۍ پرمخ کوم نوی هیواد نه دی چې نړۍ سره د اړیکو جوړؤلو په چل نه پوهیږي"

هغه ویلي وؤ “زمونږ نیکونو اؤ پلرونو په دې سیمه بادشاهۍ کړي دي، افغانستان د یو خپلواکه اؤ‌ خودمختاره هیواد په توګه پوهیږي چې د چا سره باید څنګه اړیکې ولري”

په ۲۵م جولایي پاکستان کې د ترسره شوؤ انتخاباتو په نتیجه کې دجوړ شوي نوي حکومت وزیراعظم عمران خان له وړاندې څخه واضحه کړې چې حکومت یې افغانستان سره اړیکې له نوي سره جوړؤل غواړي اؤ هڅه به وکړي چې افغانستان سره خپلې پولې لکه د اروپایي هیوادونو په څير پرانستې وساتي.

خو څیړونکي بیا وایي چې په پاکستان کې وخت دسره دافغانستان،هند امریکا اؤ ایران په هکله دخارجه پالیسیو جوړولو واک ددغه هیواد طاقتور پوځ پخپل لاس کې نیولی اؤ د خلکو لخوا ټاکل شوی حکومت نه شي کولی چې پخپله خوښه امریکا،ایران،هند یا افغانستان سره اړېکې جوړې کړي.

روانه اوونۍ دپوځ د سر لښکر جنرال قمر جاوید باجوه اؤ د وزیراعظم عمران خان ترمینځ د اووه نیم ساعته اوږدې لیدنې وروسته داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري مطبوعاتو ته ویلي وؤ چې پوځ نوي حکومت ته دخپلې مرستې باور ورکړی اؤ‌ په مهمو چارو پوځ اؤ‌ حکومت یو نظر لري

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG