لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې زلمی خلیل زاد افغانستان دپاره خپل مشاور وټاکلو


امریکې په خټه افغان زلمی خلیل زاد دافغانستان دپاره خپل مشاور ټاکلی اؤ د پاکستان په سفر کې نن ښاغلی خلیل زاد هم دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو اؤ د پوځي مشر ډانفورډ‌ سره ملګرتیا کوي.

زلمی خلیل زاد دافغانستان دپاره دپاکستان دبهرنۍ تګلارې سخت مخالف ګڼل کیږي اؤ څيړونکي وایي دامریکا د بهرنیو چارو د مشاور په توګه د هغه ټاکنه به افغانستان کې د سولې په اړوند پاکستان د نورو نړیوالو فشارونو سره هم مخ کړي.

پاکستان ته دخپل سفر په مهال دامریکا دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي مائیک پومپیو په الوتکه کې خبریالانو ته ویلي زلمی خلیل زاد به دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت سره افغانستان کې د روغې جوړې په راوستلو کې کمک وکړي ځکه چې هغه د سفارتکارۍ یوه ښه تجربه لري.

زلمي خليل زاد له ٢٠٠٣څخه تر ٢٠٠٥پورې په افغانستان ، له ٢٠٠٥څخه تر ٢٠٠٧پورې په عراق او له ٢٠٠٧څخه تر ٢٠٠٩پورې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفير په توګه دنده تر سره کړې ده .

تیره میاشت داسې مطبوعاتي راپورونه هم مخې ته راغلي وؤ چې ټرمپ انتظامیه غواړي زلمي خلیل زاد ته دافغانستان دپاره دامریکا دځانګړي استازي ذمه وارۍ ور وسپاري.

ښاغلی خلیل زاد‌ په افغانستان کې د پاکستان د تګلارو سخت مخالف دی اؤ څو کرته یې له امریکا سخته غوښتې هم دي چې که پاکستان افغانستان کې د مداخلې څخه لاس نه اخلي نو امریکا پرې باید خپلې مرستې بندې کړي.

افغانستان دپاره دامریکايي مشاور په توګه د خلیل زاد ټاکنه په داسې وخت کې شوې چې امریکا د افغان دولت اؤ مخالفو وسله والو ترمینځ د روغې جوړې هڅې چټک کړي اؤ‌ په دې لړ کې یې پاکستان دسختو فشارونو لاندې نیولی دی.

اسلام اباد ته له رسیدلو وړاندې هم د امریکا دبهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو په پاکستان غږ کړی چې افغانستان کې دسولې په تینګښت کې دامریکا سره لاس امداد وکړ

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG