د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ايي) ګوند شاه فرمان د خېبرپښتونخوا د نوي ګورنر سوګند پورته کړو.
د پېښور (هايکورټ) سترې محکمې مشر قاضي وقار احمد سېټهـ د ګورنر په ماڼۍ کې په راجوړه دستوره کې د شاه فرمان نه د ګورنر د منصب سوګند واخيستو.
شاه فرمان د خېبرپښتونخوا ۳۲م ګورنر جوړ شو، د هغه نه وړاندې د مسلم ليګ ن اقبال ظفر جګړا د صوبې ګورنر ؤ.
شاه فرمان څوک دی؟
شاه فرمان په کال ۱۹۵۰کې د پېښور په بډه بېره سيمه کې زېږېدلی، او لومړۍ زده کړې يې هم د خپلې علاقې په سکول کې ترسره کړي دي، او تر ماسټرې (اېم ای) پورې زده کړې يې کړي دي.
هغه په کال ۲۰۰۲ کې په پي ټي ايي ګوند کې شامل شوی، او په کال ۲۰۱۳م کې د پېښور د پي کی ۱۰ نه د صوبايي اسمبلۍ غړی جوړ شوی ؤ.
هغه د پي ټي ايي د خېبرپښتونخوا په تېر حکومت کې د صوبې د اطلاعاتو وزير هم پاتې شوی ؤ.
نوموړی د ۲۰۱۸م په عامو انتخاباتو کې د پېښور د پي کی ۷۰ او ۷۱ نه کانديد ؤ، خو د ووټونو د دوېم ځل په شمېره کې يې د پي کی ۷۰ چوکۍ بايللې وه کنه په اوله شمېره کې په دواړو چوکو کامياب ګرځول شوی ؤ.
شاه فرمان په ۱۶م اګست د خېبرپښتونخوا ګورنر نومول شوی خو په صدارتي انتخاباتو کې د رايې اچولو دپاره د هغه د سوګند اوچتولو دستوره وروستو کړی شوې وه.
شاه فرمان د پي ټي ايي د تېر حکومت په وخت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ سره په حکومتي جرګه او ناستو کې د خېبرپښتونخوا د استازي په توګه ګډون کولو.
د دغه جرګې څو ځله ليدنې شوې خو وروستو پي ټي اېم اعلان کړی ؤ چې جرګه بې اختیاره ده ځکه دوی ورسره نورې خبرې نه کول غواړي.