لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیب د پرویز خټک دغبن د پلټنو امر کړی


دپاکستان ددفاع د وزیر اؤ دخیبرپښتونخوا صوبې په پخواني وزیر اعلی پرویز خټک تور دی چې کله دپښتونخوا وزیراعلی ؤ نو دځنګل زمکه یې په ناقانونه توګه په ګاڼه یا لیز ورکړې ده.

دپاکستان داحتساب دملي ادارې نیب سرچینو ویلي پرویز خټک دغه۲۷۴ کناله زمکه دیو هوټل جوړؤلو دپاره کال۲۰۱۵م کې د ۳۳کالو په ګاڼه ورکړې ده چې هغه یې په قانوني توګه واک نه لرلو.

دنیب سرچینو له مخې د وزیراعلی په توګه پرویز خټک دا واک نه لرلو چې د۱۵ؤ کالو نه د زیاتې مودې دپاره دولتي زمکه چاته په ګاڼه ورکړي خو پرویز خټک نه یوازې د زیاتې مودې دپاره زمکه په ناقانونه ډول ګاڼه کړې ده بلکې ددغه عمل قانوني تقاضي یې هم نه دي بشپړې کړې.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان نوي وزیراعظم عمران خان اقتدار کې د راتلو سره سم اعلان کړی چې دهغه حکومت به بې رحمه احتساب کوي اؤ چا چې دهیواد پیسې وهلي دي هغه به ترې بیرته بودوي.

پرویز خټک دا مهال د عمران خان په کابېنه کې ددفاع د وزیر ذمه وارۍ په غاړه لري خو هغه لا نه ده واضحه کړې چې دنیب ددغه تحقیقاتو پر مهال به د خپل منصب نه استعفی ورکړي که نا؟

تر دې دوه ورځې وړاندې دپارلیماني چارو دپاره د وزیراعظم عمران خان مشاور بابر اعوان هم وروسته له هغې دخپل منصب څخه استعفی ورکړه چې دبریېښنا په یوه پروژه( نندي پور پاور پروجیکټ) کې دغبن کوونکي په توګه دهغه نوم مخې ته راغلی اؤ‌ نیب‌ یې په ضد مقدمه سوره کړه.

خو پرویز خټک ته یوې نزدې سرچینې ویلي چې پرویز خټک به لا په سمدستي ډول دخپل منصب څخه استعفا نه ورکوي.

دنوم نه اخستلو په شرط دغه سرچینې وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي دپرویز خټک په ضد یوازې دتحققاتو امر شوی کله چې دغه تحقیقات دغه تحقیقات وړوستي پړاؤ ته ورسیږي اؤ‌ په ریفرنس کې بدلیږي بیا به دوزیراعظم عمران خان اؤ دګوند نورو مشرانو سره په مشوره پرویز خټک ګام اخلي.

دپرویز خټګ ترڅنګ نیب دخیبرپښتونخوا دصنعتونو مسلکي تعلیم د پخواني وزیر محمود زیب،دعبدالولي خان پوهنتون دپخواني وائس چانسلر ډاکټر احسن علي،دخیبر پښتونخوا دپخواني ایډیشنل سکتر خالد پرویز اؤ د پښتونخوا صوبې دسیلګرۍ دڅانګې ډائریکټر مشتاق خان د غبن د دوسیو دائرؤلو امر کړی د

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG