لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جیم میټس:افغانستان کې دسولې هېلې تر بل هر وخت زیاتې شوې دي


دامریکا ددفاع وزیر ښاغلي جیم میټس دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ دنیغ په نیغه خبرو دعوې رد کړي خو وایي چې ځینې نور چینلونه دې برخه کې په هڅو بوخت دي اؤ افغانستان کې تر بل هر وخت زیات سولې ته هېلې پیدا شوي دي.

هند ته دسفر په مهال الوتکه کې خبریالانو ته ددفاع وزیر جیمز میټس ویلي چې امریکا د ځینو نورو چینلو دلارې طالبانو سره تماسونه لري اؤ ددغو تماسونو مقصد دادی چې دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ مخامخ خبرو ته لاره هواره شي.

تر دې وړاندې طالبانو اعلان کړی ؤ چې هغوئ افغان دولت سره د خبرو پرځائ نیغ په نېغه امریکا سره خبرې کول غواړي ځکه چې افغان دولت واک نه لري.

خو افغان ولسمشر اشرف غني امریکایي چارواکو ویلي چې طالبانو سره که د سولې خبرې کیږي نو مشري به یې افغان دولت کوي.

په دې وروستیو کې امریکا اؤ افغان دولت طالبانو سره دسولې هڅې چټک کړي اؤ امریکا ددغو هڅو د بریا په خاطر تیره ورځ په خټه افغان زلمی خلیلزاد افغانستان دپاره خپل مشاور هم ټاکلی دی.

تیره ورځ اسلام اباد ته دخپل سفر نه وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو هم په پاکستان غږ کړی ؤ چې افغانستان کې د سولې اؤ امن په ټینګښت کې خپل کردار ولوبوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG