لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب:دغیرت په نوم پلار خپله لور،زوم اؤ دوه لمسي‌ وژلي


دپنجاب ايالت د حافظ اباد ضلعې په يو کلي کې پلار خپله لور ، زوم او دوه تنکي نمسي د غيرت په نامه وژلي دي .

ورځپاڼه ډان د پنډي بټهيا دپولیسو له خلې وايي د غيرت په نامه د وژنو دا پيښه د حافظ اباد ضلعې په يو کلي رامينځ ته شوې ده .

په وژل شوو تنانو کې د ملزم ګلزار لور ثنا ، زوم فردوس او دوه نمسي زين عمر او حسنين شامل دي .

مطبوعات وايي وژلې شوې ثنا او فردوس څلور کاله مخکې د خوښې واده کړې ؤ او هم له دې وجې پلار ورسره اړیکې شلولې وې خو بيا ورسته پلار خپله لور سره د ميړه او ماشومانو کور ته د روغې جوړې په پلمه رابللې وه او له راتلو وروسته یې هغوئ د تبرونو اؤ چاړو په ګزارونو وژلي دي.

ورځپاڼه وايي پوليسو پېښه کې ککړ تن نيولی اؤ د هغه په ضد یې مقدمه درج کړې ده.

پاکستان کې د غيرت په نامه د قتل د مخنیوي لپاره د هيواد پارليمان کال ٢٠١٦ کې دوه قانونه منظور کړيدي خو قانون پوهان وايي ددې باوجود د ښځو د غيرت په نامه د وژنو لړې روانه ده .

د ښځو د حقونو لپاره د پنجاب کميشن ان دي سټيټس مشره فوزيه وقار ډيوه ريډيو سره خبرو کې دغه صوبه کې د غيرت په نامه د مخ په زياتيدونکو پيښو لويه وجه غريبي ، او د پدري سماج رويې ښايي .

هغه وايي که څه هم قانون کې بدلون راغلی دی خو د خلقو دهنيت لا نه دی بدل شوی.

نوموړې وویل چې کومه ښځه په خپل سر دخپلې خوښې فيصلې کوي په ټولنه کې باغي ګرځول کيږي او بيا یې د کورنۍ غړي هغې ته په خپل سر د مرګ سزا ورکوي چې داسې د نورو ښځو لپاره ترې يوه نمونه جوړه کړي .

د پاکستان د بشري حقونو د خپلواکه کميشن ايچ ار سي پي د شميرو ترمخه هيواد کې د کال ٢٠١٦ اکتوبر او کال ٢٠١٧ جون مينځ موده کې ٢٨٠ زنانه د غيرت په نامه وژلې شوي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG