لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

له پښتونخوا سره د فاټا د ګډون لپاره نوې کمېټۍ ته بنیادي ستونځه مالي لګښت دی


د پاکستان مرکزي حکومت له خیبرپښتونخوا صوبې سره د قبایلي سیمو د ګډون په عمل کې د اسانتیا پیدا کولو او په دې لار کې د پرتو خنډونو د په ګوته کولو لپاره یوولس کسیزه کمېټۍ یا ټاسک فورس جوړ کړی چې د پوځ تر څنګ د حکومت لوړپوړي چارواکي هم پکې شامل دي.

د ټاسک فورس په غړو کې شامل له باجوړ ضلعې د سېنټ غړي هدایت الله وي.او.اې ډیوه ته ویلي چې د نوې جوړې شوې کمېټۍ رسمي غونډه یې لا نه ده شوې، خو وایي د سرتاج عزیز په مشرۍ د پخوانۍ کمېټۍ د سپارښتنو په رڼا کې به کار پیلوي:

"د پخوانۍ کمېټۍ پر سپارښتنو د عمل کولو لپاره څه نه وو، اوس چې دا نوې کمېټۍ جوړه شوې ده ډېر زر به په لومړي سر کې د قبایلي سیمو سیاسي او قانوني اړخ ته کتل کېږي او د لسو کلونو لپاره به پر یو ترقیاتي پلان باندې کار پیلېږي، خو تر ټولو ګران کار به د محصولاتو او د مځکو د ریکارډ ساتلو نظام جوړول وي".

د دغې ۱۱ کسیزې کمېټۍ د جوړېدو پرېکړه د زیارت- پنجشنبې په ورځ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د حکومت د مرکزي کابینې په غونډه کې شوې او منظوري یې وزیراعظم په رسمي ډول ورکړې ده.

د ایسټېبلشمنټ لپاره د وزیراعظم سلاکار شهزاد ارباب به د دغې کمېټۍ مشري کوي او دا کمېټۍ به له پښتونخوا صوبې سره د مرکز او صوبې تر واک لاندې قبایلي سیمو فاټا او پاټا د یو ځای کېدو تجویز شوی عمل سر ته رسوي.

د دې ټاسک فورس په غړو کې د پښتونخوا ګورنر شاه فرمان، وزیراعلی محمودخان، د مذهبي چارو مرکزي وزیر نورالحق قادري، سنېټر هدایت الله، د ریاستونو او سرحدي چارو مرکزي سیکرټري، د پښتونخوا چیف سیکرټري او د فاټا د ایډیشنل چیف سیکرټري تر څنګ د پوځ د عملیاتي څانګې، د جي ایچ کیو او د ۱۱م نمبر پېښور کورکمانډر یو یو غړی به هم پکې شامل وي.

د فاټا لپاره پخوانی سیکرټري غلام قادر وي.او.اې ډیوه ته وویل، د فاټا د اصلاحاتو لپاره د سرتاج عزیز په مشرۍ د جوړې کمېټۍ په رپوټ کې له پښتونخوا سره د قبایلي سیمو د ګډون بشپړتیا ته پینځه کاله موده ټاکل شوې وه، چې هلته پولیس روزل، عدالتونه جوړول او پرمختیایي کارونه پیل کول شامل وو:

"په دې کې به بنیادي مسئله د فنډنګ (مالي لګښت) وي او دوی د فاټا لپاره د کال ۱۰۰ اربه روپۍ ټاکلې وې، خو په هغه کې لومړۍ ستونځه دا ده چې په کالني بجټ کې کومې ۲۴ اربه روپۍ ایښول شوې دي فاټا سیکرټرېټ هغه لا هم نه شي لګولای".

ښاغلی غلام قادر دوه کاله مخکې چې د ګڼو مرستندویه ادارو په مرسته د (ملټي ډونر ټرسټ فنډ) په نوم په ترهګرۍ کې د قبایلي سیمو د خلکو د کورونو د اغېزمنېدو په خاطر د دوی د اقتصاد د ښه کېدو لپاره کومې منصوبې ورکړل شوې وې هغه تر اوسه لا پیل شوې هم نه دي. ښاغلی قادر وایي د دغو منصوبو د عملي کولو لپاره یوې متحرکې رهبرۍ ته اړتیا ده:

"د دې لپاره باید یوه زوروره کمېټۍ جوړه شي او یو پراجیکټ یونټ باید ورته جوړ شي کوم چې د سرتاج عزیز په کمېټۍ کې د ۲۰ ګرېډ د یو فعال یا ریټایرډ افسر وړاندیز هم شوی وو او د پوځ مشر پخواني وزیراعظم ته وړاندیز هم کړی وو چې موږ به یو فعال جنرل درکړو، هغه به دا پرمختیایي منصوبه عملي کړي".

ویل کېږي چې د مرکزي حکومت نوې کمېټۍ به له پښتونخوا سره د قبایلي سیمو ګډولو ته خپل وخت ټاکي او د دې لپاره به یو کوټلی پلان جوړوي، همدارنګه به د دغو سیمو د پرمختګ لپاره یوه پرمختیایي منصوبه هم جوړوي چې ژمنه یې تېر مرکزي حکومت کړې وه.

XS
SM
MD
LG