د عاطف ميا د استعفا وروستو د وزيراعظم عمران خان د اقتصادي مشاورتي شورا نه يو بل غړي عمران رسول هم د شورا پرېښودو ويلي دي.
په لندن کې مېشت د اقتصادي چارو کارپوهه عمران رسول په ټویټر ليکلي، "زه په مات زړه د اقتصادي مشاورتي شورا څخه استعفا ورکوم، په کوم ډول چې عاطف ميا د شورا څخه لرې کړی شو هغه زما دپاره د قبلولو وړ خبره نه ده".
عمران رسول ويلي، " د مذهب په اساس فېصلې د اقدارو پرضد دي، زه خپلو بچو ته د اقدارو د تعليم ورکولو هڅه کوم".
له دې وړاندې عاطف ميا چې د احمدي فرقې سره تعلق لري د عمران خان حکومت هغه په خپله ۱۸ کسيزه اقتصادي شورا کې شامل کړی خو وروستو حکومت د هغه د لرې کولو فېصله کړې وه.
د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري د عاطف ميا په اړوند ويلي ؤ،
"حکومت يې پرېکړه کړې چې عاطف میا د اقتصادي مشاورتي کمېټۍ څخه لرې کړي، حکومت د علماؤ او ټولو ټولنيزو طبقو سره مخ په وړاندې تلل غواړي اوکه د يو تن د نومول کېدو نه بدل تاثر ولاړيږي نو دا مناسبه نه ده".
پاکستان کې ډېری خلکو د احمدي فرقې سره تعلق لرونکي اقتصادي چارو کارپوهه عاطف میا په مشاورتي بورډ کې اخيستل ستايلي خو ډېری خلکو پرې سختې نيوکې هم کړې وې.