لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ: د ماشومې په سخت تشدد وژنې د سيمې خلک غمجن کړي


په قبايلي ضلع باجوړ کې د کم عمره ماشومې په تشدد وژنې او بيا يې بدن ټوټې ټوټې کولو د سيمې خلک سخت غمجن کړي او په اندېښنه کې اچولي دي.

د سيمې نه د پارلیمان منتخب غړی ګل ظفر خان وايي د باجوړ په تاريخ کې داسې ناوړه پېښه کله نه ده شوې.

په باجوړ کې د بشري حقونو فعال ناصر خان وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، د مامومندو تحصيل په لغړۍ سيمه کې نزدې اته ورځې وړاندې اته يا نهه کلنه ماشومه چې محترمه نوميږي ورکه شوې او د جمعې په ورځ يې بيا مړی په پلاسټيکي تېلو کې بند موندل شوی دی.

هغه وويل تر ټولو ناوړه خبره دا ده چې د محترمې بدن د وژنې وروستو ټوټې کړی شوی او په تېلو کې بند کړی شوی ؤ او په پټو کې ګوزار کړی شوی شوی ؤ.

هغه وويل د محترمې مور څو ورځې وړاندې د ماشومې په ناسکه وروڼو مقدمه درج کړې چې لور يې هغو پټه کړې ده.

د ناصر په وېنا د محترمې د پلار درې ښځې دي او وژل شوې ماشومه يې د کشرۍ ښځې لور ده، او دا ښځه چې د خاوند نه بيله اوسيږي دوه زامن او دوه لوڼه يې دي.

هغه وويل د دغه تن د درېو ښځو نه ۲۳ بچي دي.

د نوموړي په وېنا دوی د خالي، شنبې په ورځ د دغه ناوړه پېښې پرضد په ټولنيزو رسنيو غږ راپورته کړی دی خو د علاقې خلک يې سخت غمژن کړي او اندېښمن کړي دي.

د باجوړ انتظامي چارواکو وي او ای ډیوه سره په خبرو کې يواځې دومره وويل چې په پېښه کې مشکوک ککړ پينځه کسان نيول شوي دي.

د يادې علاقې نه د قامي اسمبلۍ منتخب غړي ګل ظفر خان وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، "د باجوړ په تاريخ کې دومره ظلم کله نه دی شوی او زياته يې کړه پينځه تنه نيول شوي او هغه به پوره هڅه کوي چې په دې پېښه کې انصاف ترلاسه کړي".

هغه وويل د ماشومې کور ته ورغلی او د هغې مور ته تسلي ورکوي چې تر خپله وسه به ورته د انصاف ورکولو هڅه کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG