لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کراچۍ پوهنتون کې پښتنو زده کوونکو "پښتون سټوډنټس کونسل" جوړ کړی


په کراچۍ پوهنتون کې پښتنو زده کوونکو هلکانو او جينکو د "پښتون سټوډنټس کونسل" په نوم تنظيم راجوړ کړی تر څو "د پښتنو او نورو قامونو د زده کوونکو ائيني حقونه ترلاسه کړي" او په ځانګړي ډول پښتنو زده کوونکو ته ورپېښې هر ډول مسلې هوارې کړي.

کونسل څنګه جوړ شو؟

د پښتنو زده کوونکو د کونسل راجوړؤنکی يو غړی مجيب خان چې په پوهنتون کې د قانون زده کړې کوي، د کونسل د راجوړونې په اړوند وايي،

"څو کاله وړاندې چې ما په پوهنتون کې داخله اخيسته نو په پوهنتون کې پښتانه زده کوونکي ډېر کم وو او په هغه وخت کې به د داخلو په وخت سياسي تنظيمونو د نوؤ زده کوونکو استحصال کولو، اوس په پوهنتون کې پښتانه هلکان او جينکۍ په ګڼ شمېر کې دي او دوی په شريکه د دغه تنظيم جوړولو پرېکړه وکړه چې دا به د کوم سياسي ګوند سره تړاؤ نه لري يواځې به د پښتنو زده کوونکو سره هر ډول مرسته کوي".

هغه وويل کونسل به په پوهنتون کې زده کوونکو ته د ورپېښو مسلو د هوارولو ترڅنګ د پښتو ژبې د زده کړې دپاره ناستې راجوړي، د پښتنو کلتور ته به وده ورکوي او د پښتنو سوله ييز پېغام به وړاندې کوي.

په کونسل کې جينکۍ زده کوونکې

د پښتنو هلکانو زده کوونکو سره جينکۍ هم د کونسل غړې دي، او د کونسل د منشور په اهدافو کې هم ليکل شوي چې کونسل به "د تعليم او ژوند په نورو برخو کښې د زنانوو د برابرۍ په بنياد د حقونو لپاره کوششونه کوي".

د "پښتون سټوډنټس کونسل" مخکښ مشره غړې زهرا شاه وايي،

"د پښتنې په حېث ما دا محسوسه کړې ده چې پښتنې جينکۍ تعليم حاصلوي خو مخکې راتلو ته نه پرېښودی کيږي په تعليمي ادارو کې د پښتنو جينکو کردار محدوده دی، دغه کردار ښکاره کولو او زیاتولو له مونږ دا فېصله وکړه چې د پښتنو داسې کونسل جوړ کړو چې دا تفريق پکې نه وي چې دا هلک دی او دا جينۍ ده او په عملي توګه دا ثابته کړو".

هغې وويل کونسل به د پښتنو دپاره اواز پورته کوي، په زده کوونکو کې به د مطالعې عادت جوړوي او د پښتنو زده کوونکو دپاره به د بحث ومباحثې غونډې راجوړوي.

زهرا شاه زياته کړه په پوهنتون کې چې کله نورې ژبې ويونکي طالب علمان خپلې کلتورې ورځې نمانځي په هغې کې هلکان او جينکۍ ګډ لګيا وي، خو د پښتنو په دستوره کې بيا پښتنې جينکۍ نه وي نو دوی به د کونسل د لارې هڅه کوي چې پښتنې جينکې وهڅوي او هغوي مخې ته راولي.

د پوهنتون د مخکني زده کوونکي د کونسل په اړه نظر

د پوهنتون څخه په وروستيو کې په "پبلک پاليسۍ" کې سند ترلاسه کوونکی طائر ځلاند وايي، په کراچۍ پوهنتون کې کونسل راجوړل نوی کار نه دی د ملک په نورو پوهنتونونو او په ځانګړي ډول د پنجاب په پوهنتونو کې دغه ډول کونسلې کار کوي.

"خو د کراچۍ په پوهنتون کې چې دا يوه غټه تعليمي اداره ده په لومړي ځل د پښتنو دا کونسل راجوړ کړی شوی نو د دوی تجربه به ډېره نه وي خو د دوی دپاره دا غوره لاره ټاکل کېدی شي چې دا کونسل په کراچۍ پوهنتون کې په مالومو او مخصوصو نکتو باندې کار وکړي".

ځلاند د کونسل په لومړۍ رسمي غونډه (سټډي سرکل) کې زده کوونکو ته د پښتنو په کلتور وېنا کړې ده.

هغه وويل "بايد دا کونسل په پوهنتون کې پښتنو زده کوونکو ته ورپېښې بنيادي ستونزې هوارې کړي، د طالب علمانو د علمي سطحې هغه که د کلتور، تاريخ، معيشيت يا د روانو سياسي حالاتو په اړه ده په هغې زده کوونکي تربيه کړي".

پښتنو زده کوونکو ته په پوهنتون کې ورپېښې مسلې

د کونسل غړي وايي پښتنو زده کوونکو ته په پوهنتون کې زياتې ستونزې د داخلو وي، بيا په کراچۍ کې مېشت پښتانه زده کوونکي د پښتو په ليک لوست بيخي نه پوهيږي د خپل تاريخ او کلتور نه نا خبره دي، دوی به زياته پاملرنه هم په دې کارونو کوي چې د پښتنو زده کوونکو مسلې هوارې کړي او د پوهې دپاره يې غونډې راجوړې کړي.

د کونسل غړي زياتوي دوی دغه کار د کراچۍ پوهنتون پورې محدوده نه ساتل غواړي، هڅه به کوي د ښار نورو غټو تعليمي ادارو ته دا کونسل وغځوي او تر ټول هېواده يې خور کړي.

د پښتنو سټوډنټس کونسل مقاصد

د دې کونسل بنيادي مقصد، د ټولو پښتنو او د نورو قامونو د زده کوونکو د ائيني حقونو ترلاسه کولو لپاره کوششونه کول دي، دوی د تعليم داسې نظام غواړي چې قامي، نسلي، فرقه ييزاو متعصبه نه وي.

د ملک د زده کوونکو ټولو اتحاديو يا تنظيمونو سره اړيکې جوړول، د زده کوونکو د اتحاديو بيا په ځای کول اود پښتنو

زده کوونکو د ذهني ودې لپاره علمي، ادبي، هنري، ثقافتي او د لوبو دستورې راجوړول.

پښتنو او هلته مېشت د نورو قامونو زده کوونکو، وطنپالو، روشن فکره، جمهوري او مترقي زده کوونکي په يو ډګر راټولول، په تعليمي ادارو کښې نظرياتي، فکري او جمهوري ازادي په ځای ساتل، هلته د نسل، ژبې يا مذهب په بنياد توپير ختمول، او د ساينس او ټېکنالوجۍ د ټولو غوښتنو سره سم د تعليم نصاب جوړول، هنري او فني تعليم ته وده ورکول.

پښتو ژبې ته په پښتون وطن کښې د عدالتي او سرکاري ژبې درجه ورکول او د ملک په ټولو پوهنتونونو کښې د پښتو ادارې جوړولو سره سره پښتو کلتور ته وده ورکول.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG