لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په مردان کې د طوفاني باران له امله څلور تنه مړه شوي


د خېبرپښتونخوا په دوېم غټ ښار مردان کې تېره شپه د تېز طوفاني باران او سيلۍ له امله د کورونو چتونه غورځېدلي او څلور کسان پکې مړه شوي او ولاړو فصلونو ته يې زيان اړولی دی.

په مردان کې د ژغورنې د ادارې (ريسکيو ۱۱۲۲) ترمخه د مردان په فقيربڼ علاقه کې د يو کور چت راغورځېدلی يوه ښځه او دوه ماشومانې يې مړې کړي دي.

د ادارې ترمخه دا ښځه او ماشومانې مور او لوڼه دي او پېښه کې يوه بله ماشومه ژوبل شوې هم ده.

بله پېښه په چارسده روډ ميروېس علاقه کې رامنځته شوې او د کور د چت راغورځېدو له امله يوه دوه کلنه ماشومه مړه شوې ده، او په تخت بايۍ کې يو ښځه هم د کور د چت پرېوتو نه ژوبل شوې ده.

د مردان نه علاوه طوفاني باران او سيلۍ صوابۍ هم وهلې ده.

په مردان او صوابۍ کې د جوارو ولاړ فصل ته سخت زیان اوختی، د ګني فصل يې اغېزمن کړی او په لويه شمېره کې يې ونې غورځولې دي.

په مردان او صوابۍ کې د تېرې شپې راهسې د بجلۍ ټول نظام ګډوډ شوی او بجلي تراوسه پورې نه ده په ځای کړی شوې.

په مردان کې نن د سهاره موسم ښه شوی او د پاکستان د موسمیاتو د محکمې ترمخه د ملک په زياتره برخو کې به نن موسم ګرم او پاک وي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG