لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سندهـ هايکورټ د ۱۲مې ۲۰۰۷ د کراچۍ د خونړو پېښو د پلټنو امر کړی


د سندهـ صوبې سترې محکمې (سندهـ هايکورټ) امر کړی چې د کال ۲۰۰۷م په ۱۲ مې چې په کراچۍ کې کومې خونړۍ پېښې شوې وې محکمې د دغو پېښو د پلټنو دپاره د ګډې کمېټۍ (جی ايي ټي) او عدالتي کمېشن جوړولو امر کړی دی.

په ۱۲م مې کال ۲۰۰۷م په کراچۍ ښار کې خونړۍ پېښې هغه وخت رامنځته شوې وې چې کله د هغه وخت د سترې محکمې مشر قاضي (ر) افتخار محمد چوهدري معزول ؤ ، او کراچۍ ته راتلو.

د چوهدري افتخار هرکلي له د سياسي ګوندونو مشران او غړي، وکيلان او د مدنې ټولنې غړي د کراچۍ هوايي ډګر له ورتله او د ښار په بېلابيلو سيمو کې بيا د تشدد پېښې شوې چې پکې د ۵۰ پورې کسان وژل شوي او د ۱۰۰ نه زيات نور ژوبل شوي وو.

د عوامي نيشنل ګوند د سندهـ څانګې مشر شاهي سيد وايي "۱۱ کاله وروسته عدالت د دغو پېښو د ګډې کمېټۍ جوړولو وويل زه يې ستايم خو دا کار نن نا، په هغه وخت پکار ؤ او هغه چيف جسټس له پکار وه چې په خپله يې پرې (سوموټو) نوټس اخيستی وی خو په دې ملک کې دا هغه تعصب دی چې ۱۱ کاله وروستو د غريب تپوس کيږي".

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل که نن هم عدالت ته دغه پېښه ياده شوه او انصاف ورته ورکوي دوی يې هرکلی کوي، او دوی د اولې ورځې نه دغه غوښتنه کوله چې د دغو پېښو د پلټنو دپاره دې عدالتي کمېشن جوړ شي او د اغېزمنو شوؤ کورنيو سره دې مالي مرستې وشي.

د شاهي سيد په وېنا "په ۱۲مې ۲۰۰۷م د پښتون اېکشن کمېټۍ ۲۱ غړي وژل شوي وو".

هغه وويل د داسې پېښې چې ججان او وکيلان يې په خپله يې عېني شاهدان ؤ د هغې ۱۱ کاله وروستو تپوس کېدل الميه ده او دا په دې ملک کې يو عام انسان ته د انصاف ورکولو څرګندونه کوي چې پاکستان کې به عام تن ته کله انصاف مېلاويږي.

د سندهـ هايکورټ د دوه ججانو بنچ نن د نهې، سه شنبې په ورځ جسټس اقبال کلهوړو او کی کی اغا په فېصله کې د عدالت مشر قاضي ته خواست کړی چې د دې مقدمې د کتنې دپاره دې قاضي وټاکي چې هغه یې څارنه کوي.

عدالت د يادې قضيې سره په تړاؤ د نورو ۶۵ قضيو بيا پرانستو امر هم کړی دی.

دواړو ججانو د سندهـ صوبې د حکومت نه هغه تفصيل هم غوښتی چې د ۱۲مې د څومره اغېزمنو سره مالي مرستې شوي دي.

سياسي ګوندونه او وکيلان د ۱۲م د پېښو زمه وار د هاغه وخت پوځي صدر پرويز مشرف او د هغه وخت د سندهـ صوبې د اېم کيو اېم ډلې حکومت ګرځولی ؤ خو اېم کيو اېم ډله دغه تور ردوي ، او وايې په دغه ورځ د اېم کيو اېم غړي هم وژل شوي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG