لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لچې پیتو دودیزه لوبه تاسو ته یاده ده؟


د کمپیوټر اؤ انټرنیټ دعام کیدلو سره دپښتنو ډیرې دودیزې لوبې له مینځه تللي یا هم په ډیرې چټکتیا سره له مینځه چې په هغې کې یوه د" لچه پیتو" لوبه ده.

دغه دودیزه لوبه اوس نه هم په کلیوالو سیمو کې دنوي نسل پښتانه پیژني اؤ نه په ښاري سیمو کې.

۲۳کلن زین العابدین د مردان د لوندخوړ سیمې اوسیدونکی اؤ دپېښور دایګریکلچرل پوهنتون محصل دی هغه وایي "مونږ ته د کرکټ،فټبال، والي بال، هاکۍ خبرې کوه ،لچه پیتو نه پیژنم ،نه مې دا نوم اوریدلی دی"

دغه زلمی وایي پخپل ماشومتوب یې دچیندرو اؤ ګولي ډنډې لوبه د خپلو همځولو سره کړې ده خو اوس ترې هغه لوبې هم هیرې دي.

خو دپېښور افغان کالونۍ سیمه کې د کریانې دوکان کوونکي ۴۵کلن شیخ یاسین بیا لچه پیتو پخپله کړې هم ده اؤ وایي چې اوس یې دلوبو وخت نه دی پاتې ګنې اوس به یې هم لچه پیتو ډیر په شوق کوله.

هغه وایي لچه پیتو ډیره خوندوره لوبه وه اؤ هغه چې کله ماشوم ؤ نو دخپلو نورو ملګرو سره به یې ټوله ورځ دغه لوبه دکلي په میدانونو کې کوله اؤ د دومره به پکې بوخت ؤ چې زیاتره وخت به ترې چائ اؤ ډوډۍ هم هیر وؤ.

لچه پیتو څنګه کیږي؟

دا لوبه ددوؤ ډلو یا ټيمونو ترمينځه کيږي، ددواړو ټيمونو دلوبغاړو شمير برابر وي چې ددوؤ، دوؤ څخه تر پينځوؤ پينځوؤ لوبغاړو پورې رسيږي.

لوبې دپاره لږ تر لږه ديرش ګزه پلن او ديرش ګزه اوږد ميدان پکار وي. دلچه پيتو ددواړو ټيمونو لوبغاړو ځانونو ته په اتفاق خپل خپل مشر ټاکلى وي چې په "مشنډي" يا "مير" بللى شي.

دا شان څه لوبغاړي په مينځي او يو، يو لوبغاړى په کشنډي يادولى شي .

دلچه پيتو شروع کولو نه وړاندې ددواړو ټيمونو دلوبغاړو دشمير برابر داسې ګول ټيکري يا کاڼي پيدا کولى شي چې هغه دډبلې روپۍ په اندازه پلن او اوږد وي چې دغو کاڼو ته په ځينو سيمو کې "لچه" اؤ په ځينو کې "پيتکه" ويل کيږي.

دلوبې پیل اؤ‌ دبائیلات سزا

دلوبې په شروع کې ددواړو ډلو ميران يا مشنډي شيرختى يا ټاس وولي هره ډله چې ټاس وګټي دقاعدې مطابق هغوي دميدان يو سر کې ودريږي او بائيللې ډله خپلې لچې دميدان په بل سر کې دزمکې دپاسه په داسې ترتيب ودروي چې وړومبى دميرلچه دزمکې دپاسه ښخه وي او بيا دنورو اډيانو(لوبغاړو).

دښخو کړى شوؤ لچو ترمينځ تقريباً يو يو ګز فاصله پريښودى شوي وي.

وړومبى دټاس ګټونکې ډلې مير دميدان ديو سر څخه بل سر کې دمخالفې ډلې دمير لخوا ښخې کړى شوې لچې ته خپله لچه راوولي او کوشش يې دا وي چې ددۀ لچه دمخالف ميردلچې سره زياته جوخته پريوځي.

دمير نه وروستو دډلې نور بغاړي، دخپل خپل حريف لوبغاړي لچې ته په ترتيب سره خپله لچه راوولي او دوي کې هم دهر يو تن داکوشش وي چې خپله لچه دهدف سره نزدې وغورځوي >

دمير په شمول کۀ دهر لوبغاړي څخه دلچې دراغورځولو په وخت دمخالفې ډلې کومه لچه نيغ په نيغه په لچه ولګي او وغورځيږي نو دغه عمل ته ”ګن “ ويلى شي چې نتيجه کې يې ټوله ډله وسوزي .

دلچو راويشتو نوبت بيا مخالفې ډلې ته په لاس ورځي ،

کله چې دډلې مير يا مشنډى خپله لچه دمخالفې ډلې دمشنډې دلچې سره نزدې وولى نو بيا منځني دخپل، خپل حريف لچو ته خپلې لچې ورولي او کشنډى خپلې نزدې لچې ته لچه وولي .

دلچې دراغورځولو دعمل نه وروستو هر لوبغاړى ديو لاس دمسواکې او مټې ګُتې او دبل لاس دمنځنۍ ګُتې په مرسته دخپل خپل حريف لچه وولي خو دلته داخبره هم وي چې کۀ مشنډى خپله لچه وولي او ورپسې وار په وار منځۍ او کشنډۍ لچه وولي نو بيا ټول ټيم دمير څخه خپلې خپلې لچې پيتکې ته را وولى او بيا وړومبى مير يا مشنډى ګزار کوي.

کۀ دمشنډي نه پيتکه بچ شي نو ورپسې په ترتيب دمنځني او کشنډي نوبت وي او دا شان چې درې ځله مسلسل ټول لچې پيتکې وولي نو بيا ددغه ټيم مشر دټولو ملګرو پيتکې لاس کې واخلي او په ځانله ځان دمير څخه وار په وار لچي را وولي .

دلچو راويشتلو په وخت وايي چې”دادمشنډۍ “ يا”دادمنځنى“ يا”دادکشنډ ى“ دټولو لچو راويشتلو څخه وروستو بيا په دغه لچو وار په وار ميدان کې ښخې کړى شوې لچې وولې او تر کومې چې يې لچه خطا کړې نۀ وي تر هاغه وخته دلچو را ويشتلو او ويشتلو عمل جارى ساتي او نور ملګري يې تر دغه وخته پورې دمخالف ټيم دمشر نه علاوه دنورو لوبغاړو په ملا سوارۀ وي. کومې لچې چې دسورو لوبغاړو مشنډى وولي هغه پيتکې دمخالف ټيم مشنډى دوباره ښخوي.

کله چې دسورو لوبغاړو دمشنډي څخه لچې پيتکې بچ شي نو بيا دمخالف ټيم لوبغاړي سوارۀ لوبغاړي کوز کړي او لچې لاسو کې واخلي او لکه دوړومبي ټيم په شان يې سره دمشنډي ټول لوبغاړي دمير څخه وار په وار خپلې خپلې لچې پيتکې ته راولي او په خپل خپل وار دګُتې په مدد لچې پيتکې اولي کله چې دوي هم لکه دوړومبي ټيم ټولې پيتکې مسلسل درې ځله وولي نو هم د هغه وړومبي ټيم په شان ددې ټيم مشنډى هم ټولې پيتکې لاس کې ونيسي او ملګرو لوبغاړو ته حکم ورکړي چې”ورسوارۀ شئ“

دا شان هر يو لوبغاړى دمخالف ټيم لوبغاړو ته په ترتيب ورسوارۀ شي او لوبه جاري وي.

دسورو لوبغاړو مشر دمير څخه ټولې پيتکې وار په وار لچو پيتکو ته را اولي او دمخالف ټيم مشر پريوتونکې پيتکې ښخوي.

کۀ دسورو لوبغاړو دمشر څخه کومه پيتکه بچ شي نو نمبر يې بايللى وي او دمخالف ټيم لوبغاړي سوارۀ لوبغاړي دملا څخه کوز کړي او پيتکې دمير څخه راوولې،.

خو دلته دا خبره هم دذکر وړ ده چې کۀ دا ټيم پرله پسې درې ځله لچې پيتکې ونۀ ويشتل شي نو بيا به يې نوبت دلاسه ورکړی وي او دمخالفې ډلې نوبت به وي.

دپښتنو په سيمو کې دلچې پيتو تاريخ ډير اوږد دى او لکه څنګه چې پښتو ادب کې دتيرو زرګونو کلونو څخه سينه په سينه ټپه راروانه ده دا شان”لچه پيتو“ لوبه هم تر دې دمه رارسيدلې ده ولې دا خبره هم ديادونې وړ ده چې دنوي کول ډير زلمي د”لچه پيتو“ لوبې څخه خبر نۀ دي او کيدى شي چې دراتلونکي وخت خلق”لچه پيتو“ نوم هم ونۀ پيژندلى شي ځکه چې دشلو پينځه ويشتو کالو راهسې دا لوبه لچه پيتو بيخى له منځه وتلې ده، او اوس يوه علاقه کې هم لچه پيتو نۀ کيږي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG