لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف دمیرمنې ښخولو دپاره زندان نه خوشې کړل شوي


دپاکستان پخوانی وزیراعظم نوازشریف،دهغه لور مریم نواز اؤ زوم کیپټن صفدر دنوازشریف د کور ودانې کلثوم نواز د مړینې له امله د۱۲ساعتو دپاره د زندان څخه (په پی رول) خوشي شوي .

سرچینې وایي دپنجاب حکومت پریکړه کړې چې د هغوئ دخوشې کیدو موده تر درېوؤ ورځو نوره هم غځوي.

د نواز شریف کور ودانه کلتوم نواز د نهې په ورځ په لندن کې د ورپېښې ناروغۍ له امله په داسې حال کې مړه شوې وه چې دهغې خاوند میا نوازشریف،لور مریم نواز اؤ زوم کیپټن صفدر هیواد نه دباندې دناجائزه شتمنیو لرلو په تور په پاکستان کې بندي دي اؤ کلثوم نواز دهغوئ دبند څخه بې خبره ساتل شوې وه.

د کلثوم نواز له مړینې وروسته دنوازشریف دکورنۍ لخوا د کورنیو چارو محکمې ته خواست شوی ؤ چې د پینځوؤ ورځو دپاره دې هغوئ په پی رول خوشې کړي تر څو دکلثوم نواز د جنازې، ښخولو اؤ دریمې په مراسمو کې برخه واخلي.

دنوازشریف دکورنۍ په درخواست تیره شپه نوازشریف دهغه لور اؤ زوم د ۱۲ؤ ساعتو دپاره په پی رول خوشی کړل شوي وؤ اؤ هغوئ په لاهور کې خپل کور جاتي امراء ته رسیدلي.

د شورو په ورځ په سوشل میډيا خپروؤ شوؤ ویډیو ګانو کې لیدل کیږي ډلې،ډلې سیاسي اؤ حکومتي مشران جاتي امراء ته نوازشریف له لاس نیوي له ورځي.

اخوا د پنجاب حکومت د نوازشریف،مریم نواز اؤ محمد صفدر د خوشې کیدلو موده کې د درېوؤ ورځو دپراختیا پریکړه کړې چې دغه پراختیا به نن دچهارشنبې د شپې ۱۲ بجو نه پیل کیږي.

د پاکستان دپخواني وزیراعظم نوازشریف کشر رور شهبازشریف دخپلې ورندار د مړي پاکستان ته راوړلو پسې لندن ته تللی اړ دپنجاب دکورنیو چارو محکمه وایي که دهغې دمړي راوړلو چارې د ځنډ ښکار شي نو دنوازشریف اؤ دهغه د لور اؤ‌ زوم د خلاصون موده به ورته نوره هم وغځوي.

د روان کال په ۱۳مه جولایي د کلثوم نواز څښتن میا نوازشریف اؤ دهغې لور مریم نواز په ناروغه حالت کې هغه په روغتون کې پرېښې وه اؤ د غبن په تورونو کې محکمې ته د مخ کیدلو دپاره ترې پاکستان ته راغلي وؤ چې په پاکستان کې وروسته داحتساب محکمې نوازشریف ته د لسو اؤ مریم نواز ته د اوو کالو دبند سزا واروله.

نوازشریف،مریم نواز اؤ کیپټن صفدر دا مهال د پینډۍ په اډله زندان کې د بند شپې ورځې سبا کوي اؤ دپنجاب د کورنیو چارو محکمې دا ګنګوسې رد کړي چې ګنې حکومت پرېکړه کړې هغوئ ته هم خپل کور زندان وګرځوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG