لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که عمران خان وعدې عملي کړي، د پاکستان او افغانستان د تجارت ښه کېدو هيله پېدا شوې


د پاکستان او افغانستان سوداګر وايي د عمران خان د ګاونډي هېوادونو سره د اړيکو ښه کولو د خبرو نه د دوی هيله هم پېدا شوې ده چې د سياسي او امنیتي اړيکو سره به سوداګري هم ښه کړي، خو که عمران خان خپلې وعدې عملي کړي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د انتخاباتو ګټلو وروسته په خپله لومړۍ وېنا کې په ځانګړي ډول د افغانستان سره د هر ډول اړيکو ښه کولو څرګندونه کړې وه.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د ګډې خونې مشران وايي، د دوی د دوه اړخیزه سوداګرۍ د ښه کېدو تمې پېدا شوي دي خو که په مينځ کې موجودې ستونزې هوارې شي.

د پاکستان او افغانستان دا وخت تجارت

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د ګډې خونې مشر زبېر موتي والا وايي، "په تېر دوه دوه نيم کاله کې تجارتي حجم ډېرکم شوی دی او دا وخت ۱.۷ اربه ډالره دی کوم چې يو وخت ۲.۵ او ۲.۷ اربه ډالرو ته رسېدلی ؤ او د هغې علتونه د افغان سوداګرو باور ته زیان رسول شوی دی، او بل د چابهار او هند توکي افغانستان ته رسېدلي دي".

وي او ای ډيوه سره په خبروکې نوموړي وويل، "د افغانستان مارکيټ په هيڅ قيمت بايلاد ته نه پرېږدو د افغانستان سره په نزديو کې سوداګري پينځه اربه ډالره او په اوږدو کې د اته ؤ نه تر لسو اربه ډالرو پورې رسؤل غواړو".

د سوداګرۍ د ګډې خونې مرستیال مشر خان جان الکوزی هم د زبېر موتي والا نظر تاييدوي او د عمران خان د حکومت نه تمه لري خو وايي که کړې خبرې عملي کړي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې ستونزې

زبېر موتي والا د سوداګرۍ د کمېدو څو علتونه ښايي چې پکې د نېټو د سامانونو افغانستان ته وړل کمېده، افغان سوداګرو ته د پاکستان د ويزې په برخه کې مسلې، د نقدو ډالرو په راوړولو کې ستونزې شاملې دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ښاغلی الکوزی وويل، "ډېرې ستونزې د ټرانزټ دي په کراچۍ او واهګه په بندر باندې، دغه ډول د پاکستان د مرکزي اسيا دپاره ټرانزټي ستونزې وې ټرانسپورټي ستونزې وې، پاکستان شرايط سخت کړل سياسي خبرې یې پکې منځ ته راوستې".

هغه وويل دغو ستونزو افغانان نورو ملکونو ته اړ کړل چې تجارت ورسره وکړي ځکه چې "پاکستان ټېکسونه هم زيات کړل يو څه غېر قانونه پېسې اخيستل کیږي خاصه دار پېسې اخلي افغانستان کې هم په لارو کې تنګول کیږي، پاکستان کې ضمانت يا ګرانټي اخيستل کيږي د مالونو په وخت نه لوډ کېدل، او دا ډېر جنجالونه دي".

د دواړو هېوادونو ترمنځ کوم ډول سوداګري کيږي

خان جان الکوزی وایي، "هغه څه چې په افغانستان کې پېدا کيږي لکه معدنيات، زراعت او قالينې دي، په ځانګړي ډول تازه مېوې انګور، انار، مڼې او خټکي د دې څيزونو په پاکستان کې ښه مارکيټ دی او ښه زمينه ورته برابره ده".

دغه ډول "پاکستان يو صنعتي ملک دی ډېر توليدات لري که غزايي (خوراکي) توکي دي، اوړه دي غوړي دي، يا سيمنټ او نور څيزونه دي، افغانستان ورته ډېر ضرورت لري. افغانستان د کال تقريبا د لس بلينه ډالرو نه زيات ضرورت لري چې افغانستان ته يې واردات وکړي خو په دې کې د پاکستان کچه کمه شوې ده".

او موتي والا وايي، "د پاکستان نه ۸۰ فيصده افغانستان ته سامانونه ځي او د افغانستان نه ۲۰ فيصده دلته مالونه راځي".

د ويزې مسله

زبېر موتي والا وايي، د افغانستان سوداګرو ته پاکستان ته د راتګ دپاره د ويزې مسله زياته ده او افغان سوداګر زيات پاکستان ته سوداګانو له راځي.

نوموړی دا خبره په داسې حال کې کوي چې پاکستان د روانې میاشتې په سر کې په جلال اباد کې خپله قونصلګري تړلې چې له امله يې افغانان د پاکستان د ويزې په ترلاسه کولو کې د سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

د افغان رسنیو ترمخه په جلال اباد کې د پاکستان په قونصلګرۍ کې به د ورځې نزدې دوه نيم زره ويزې ورکول کېدې خو د قونصلګرۍ د بندېز وروستو اوس خلک کابل ته د ويزې اخيستو دپاره ځي او دا شمېره اوس څلور يا پينځه سوؤ ته راټيټه شوې ده.

د جلال اباد قونصلګري د ننګرهار په والي د لاس وهنې د تورونو وروسته تړل شوې خو ياد والي حیات الله د پاکستاني چارواکو دغه تورونه رد کړي دي.

د دوه اړخيزه سوداګرۍ ښه کېدو تمې

زبېر موتي والا وايي دوی هيله لري چې د پاکستان نوی حکومت به د افغانستان سره د تجارت ترڅنګ نورې اړيکې ښې کړي او وايي په دغه برخه کې کار روان دی.

خان جان الکوزی هم وايي د پاکستان د نوي حکومت نه يوه هيله پېدا شوې ده ، دوی د نوي صدراعظم خبرې زېری ګڼي چې سياسي او امنیتي اړيکې به ښې کړي.

نوموړی وايي دواړه حکومتونه بايد کښېني او ستونزې هوارې کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG