لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صوابۍ پولیسو د منظور پښتین او د هغه د اوو نورو ملګرو د نیولو امر کړی دی


واشنګټن ـــ د پښتونخوا د صوابۍ ضلعې پولیسو د پښتون تحفظ موومنټ د مشر منظور پښتین او د هغه د ملګرو علي وزیر، ډاکټر سید عالم مسید، محسن داوړ، فضل ایډوکېټ، خان زمان کاکړ، صمد خان او نورالسلام د نیولو امر جاري کړی دی.

د صوابۍ پولیسو د اګست په ۱۳مه د پي ټي ایم د مشرانو په ضد مقدمه درج کړې وه، چې وایي د اګست په ۱۲مه یې د شاه منصور ټاون په کرکټ سټېډیم کې له اجازې پرته جلسه کړې وه او د ریاستي ادارو خصوصاً د پوځ او عدلیې په ضد پکې خبرې شوې وې.

د پښتون تحفظ موومنټ یوه فعال مشر او د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ- چې د نیولو امر یې شوی- وي.او.اې ډیوه ته وویل، دوی به د ګرفتارۍ د جاري شوي فرمان په ضد عدالت ته ځي:

"دا د پي ټي ایم پر غړو د فشار اچولو یوه طریقه ده، موږ به دا وارنټ د قانون مطابق چېلنجوو، ریاست ځکه دا لاره خپلوي چې نه غواړي په پاکستان کې ریښتیا واوري".

د پښتون تحفظ موومنټ یوه مشر فضل خان ایډوکېټ پر خپل فېسبوک د صوابۍ د پولیسو له خوا جاري شوې د ګرفتارۍ حکمنامه خپره کړې خو لیکلي یې دي چې نن د جمعې په ورځ یې پېښور هایکورټ ته د دې ایف ای آر په ضد درخواست هم ورکړی دی:

"نن مو په پېښور هایکورټ کې د پي ټي ایم د ملګرو په ضد د درج شوي ایف ای آر په خلاف درخواست جمع کړ، فضل خان ایډوکېټ، ایاز خان ایډوکېټ، ډاکټر مشتاق احمد (مدعي)، ممتازخان ایډوکېټ او بېرسټر عامرالله خان څمکنی عدالت ته وړاندې شول، ایازخان ایډوکېټ د غوره دلایلو په ورکولو مقدمه ورباندې درج کړه".

د صوابۍ پولیسو تایید کړې چې د پښتون تحفظ موومنټ د ۱۹ کسانو په ضد له درج کړې مقدمې څخه یې د ۱۰ تنو د نیولو امر جاري کړی او په دې هکله یې د شمالي او جنوبي وزیرستان حکومتي انتظامیې ته لیک استولی چې دغه کسان ونیسي.

په ایف آی آر کې پر ۱۹ کسانو د ریاستي ادارو په ضد د خبرو تور پورې شوی وو، چې په هغوی کې د صوابۍ په شمول د پېښور، شمالي او جنوبي وزیرستان او د بلوچستان د کلاسیف الله یو اوسېدونکی هم شامل دی، خو له هغوی څخه ۹ تنو مخکې له مخکې ضمانت اخیستی دی.

پښتون تحفظ موومنټ چې د مارچ له نهمې بیا د اګست تر ۱۲مې په ږوب، کلاسیف الله، کوټه، کراچۍ، لاهور، سوات، ډېره اسماعیل خان او صوابۍ کې کومې جلسې کړې دي، تر هغه وروسته په دې ټولو ښارونو کې پولیسو ورباندې د ریاست ضد ویناوو په تور مقدمې درج کړې دي خو دا لومړی ځل دی چې د صوابۍ پولیسو د دې تحریک د مشرانو د نیولو امر جاري کړی دی.

پر ټولنیزو رسنیو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو د نیولو کېدو د امر په اړه سمدستي کلک غبرګون ښودل شوی او اکثره کسانو د پښتونخوا د پولیسو دا ګام غندلی او ویلي یې دي چې د ۴۴۴ کسانو په وژنه تورن پولیس افسر ازاد ګرځي خو د امن او د خپلو حقونو لپاره د ږغ پورته کوونکو د نیولو امر کېږي.

خبریالې ماریانا بابر پښتین پر خپل ټویټر د پي ټي ایم د مشرانو د نیولو په اړه د ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼې د رپوټ لینک خپور کړی او پوښتنه یې کړې: "آیا دا اوس د هغو پښتنو په خلاف د جنګ اعلان دی چې پر سوله او امن مین دي؟"

د پاکستان حکومت، پوځ او اکثر سیاسي ګوندونه د پښتون تحفظ موومنټ غوښتنې پر ځای ګڼي، خو د دوی له تګلارې سره مخالف دي او تور پورې کوي چې د دې تحریک مشران پخپلو جلسو او احتجاجي مظاهرو کې د پوځ په ضد خبرې کوي او بېځایه تورونه ورباندې لګوي.

د پي ټي ایم د مشرانو د نیولو لپاره جاري شوې حکمنامه.
د پي ټي ایم د مشرانو د نیولو لپاره جاري شوې حکمنامه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG