لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د بې درکه کسانو خپلوان عمران خان ته نه دي پرېښودل شوي


په کراچۍ کې د بې درکه خلکو خپلوانو د وزیراعظم عمران خان په وړاندې مظاهره کوله خو پوليسو دغه کسان عمران خان ته نزدې نه دي پرېښودي.

عمران خان په يو ورځنۍ دوره نن (د اتوار، يکشنبې په ورځ) کراچۍ ته راغلی او دغه کسان ورته د قايداعظم د مزار مخې ته ولاړ چې خپل غږ ورته ورسوي.

خو په سندهـ صوبه کې د بې درکه خلکو د مالومولو او راخوشي کولو دپاره جوړ غورځنګ (وايس فار مسنګ پرسننز سندهـ) مشره سورټ لوهار وايي، دوی عمران خان ته خپل احتجاج ريکارډ کول غوښته خو پوليسو دوی پرې نه ښودل.

خبريال رياض سهېل په ټويټر د احتجاج کوونکو ويډيو خپره کړې ده.

لوهار وويل دوی ګڼ کسان راجمع شوي وو خو پوليس يې مخه ونيوله خو دوی به هڅه کوي چې د وزيراعظم په وړاندې خپل احتجاج ريکارډ کړي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې لوهار وويل، د هغې خپل پلار په ۱۷م اپرېل ۲۰۱۷م د قمبرشهداد کوټ (سندهـ) څخه اوچت کړی شوی او بې درکه دی او په سندهـ کې نزدې ۵۰ کسان داسې بې درکه دي.

پاکستان کې د بې درکه کسانو د مالومولو او راخوشي کولو دپاره پښتون ژغورنې غورځنګ، د بلوڅانو تحريک او په سندهـ کې هم غورځنګ مبارزه کوي.

د پښتنو د حقونو ډله (پښتون ژغورنې غورځنګ) د خپلو نورو غوښتنو سره تر ټولو مهمه غوښتنه د بې درکه کسانو عدالتونو ته وړاندې کولو کوي او وايي د پښتنود سيمو نه په زرګونو خلک بې درکه کړی شوي دي.

د روان کال اپرېل په مياشت کې د عمران خان نه په پېښور کې په يوه دستوره کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتين د غوښتنو په اړوند پوښتنه شوې وه.

او ښاغلي خان ورته په ځواب کې ويلي،"ډېرې خبرې هغه سمې کوي، د قبايلي سيمې په خلکو ډېر مشکلات راغلي او تېر شوي دي، زه په خپله واېم چي چيک پوسټونه دې کم شي او زه په خپله جنرال باجوه ته وايم، د بې ګناه خلکو بې درکه کولو غوښتنه يې جايز ده او درېمه د ماینونو غوښتنه يې هم سمه ده".

عمران خان دا وخت د پاکستان وزیراعظم دی، او په پنجاب او خېبرپښتونخوا کې د نوموړي خان د ګوند پاکستان تحريک انصاف حکومتونه هم دي.

خو پرون د پنجاب صوبې حکومت په ټيلي ويژن چېنلو خپور کړي يو اشتهار کې منظور پشتين د "کرکې او فرقه پرستۍ د وېنا کوونکو" په نوم ښکاره کړی ؤ.

وروستو په سوشل ميډيا د سختو نيوکو وروستو د مرکزي حکومت د اطلاعاتو وزیر فوادچوهدري ويلي دغه اشتهار يې ودرولی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG