لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: افغانانو او بنګاليانو ته به پاسپورټ او شناختي کارډ ورکوؤ


د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي، هغه افغانان او بنګاليان چې په پاکستان کې يې بچي زېږېدلي او لوی شوي دي هغو ته به د پاکستان پاسپورټ او شناختي کار يا پېژندپاڼه ورکوؤ.

عمران خان دغه خبره اتوار، يکشنبې په ماسخوتن په کراچۍ کې يوې دستورې ته په وېنا کې وکړه.

نوموړي خان وويل په کراچۍ کې د جرمونو (سټريټ کرايم) غټ علت دلته محرومه يا بې برخې طبقه ده.

هغه زياته کړه، "دا هغه خلک دي چې دوه نيم لاکه پکې د بنګله دېش نه راغلي دي د افغانستان نه خلک راغلي دي هغه دلته اوسيږي د هغو بچي دلته زېږېدلي او لوی شوي دي هغو ته پاسپورټ او شناختي کارډ نه مېلاويږی او چې دا ورته نه مېلاويږی نوکري ورته نه مېلاويږي" او که نوکري مېلاويږي اجرت يې نيم کم وي.

هغه وويل دا خلک تعليم نه شي ترلاسه کولی او چې تعليم يې نه وي بيا ورته نوکري نه مېلاويږي روزګار نه لري.

نوموړي زياته کړه "دا په کراچۍ کې بې برخې خلک دي او دوی د مجبورۍ نه جرمونه پله ځي او زما سره چې د کورنيو چارو وزارت هم دی نو مونږ به اول دا کار کوو چې د بنګله دېش نه چې څلوېښت کاله مخکې کوم خلک راغلي دي او بچي یې دلته لوی شوي دي هغو ته به پاسپورټ او شناختي کارډ ورکوؤ او هغه افغانان چې بچي يې دلته لوی شوي دي چې په پاکستان کې زېږېدلي دي هغو ته به يې هم ورکوؤ".

وزیراعظم خان وويل په ګرده نړۍ کې چې څوک په هر هېواد کې وزېږي د هغه هېواد پاسپورټ ورته مېلاويږي او نوموړي امريکا د بېلګې په توګه ياده کړه.

هغه وويل دلته مونږ پاسپورټ نه ورکوو، " دلته مونږ ولې د دې خلکو سره ظلم کوو دا انسانان دي دا څنګه کېدی شي چې دوی مونږ د ۳۰ او ۴۰ کالونو راهسې محرومه ساتلي دي هغو ته به پاسپورټ او شناختي کارډ نه ورکوؤ ".

خو عمران خان دا نېټه ونه ويله چې په دې کار به کله لاس پورې کوي.

د عمران خان وېنا ته سياسي غبرګون

د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مرستيال سېکتر اېمل ولي خان ویلي،

"د افغان کډوالو دوېم نسل ته شهريت يا تابعيت ورکول د ای اېن پي د تل راهسې غوښتنه ده، مونږ به دا يقيني کوو چې حکومت د خپلې دې پرېکړې نه بيرته وانه وړي. څوک چې په دې ملک کې زېږېدلي هغه د پاکستانيانو په څېر دي".

د پاکستان پيپلز پارټۍ سعيدغني ويلي، " مونږ ته د بنګاليانو د شناختي د ستونزې په هواري اعتراض نشته، په غېر قانوني توګه مېشتو بهر ملکيانو ته په شهريت ورکولو اعتراض لرو، د دغو خلکو د پاکستان د وګړي جوړولو سره به مسلې پېدا شي".

پاکستان کې مېشت افغان کډوال

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) د شمېرې ترمخه دا وخت په پاکستان کې ۱۳ لاکه ۹۵ زره او ۵۹۲ افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي.

د پاکستان دولتي چارواکي ادعا کوي چې نزدې يو ملين افغانان داسې دي چې هغوي بې د رجسټرېشن نه په پاکستان کې مېشت دي.

پاکستان کې د افغان کډوالو نه علاوه د بنګله دېش او برما سره تعلق لرونکي هم په لويه شمېره کې موجود دي خو د دغو خلکو کره شمېره نه ده معلومه.

افغانان په قانوني بڼه پاتې کيږي

د پاکستان حکومت د جولايي په مياشت کې د درېو مياشتو دپاره وخت ورکړی چې رجسټرډ يا په پاکستان کې د پاتې کېدو دپاره قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال د روانې (ستمبر) د مياشتې د اخرې پورې پاتې کېدی شي.

په روان کال کې دا څلورم ځل دی چې پاکستان افغان کډوالو ته د پاتې کېدو دپاره نوره وخت ورکوي.

د افغان کډوالو په اړوند د پاکستان پوځ څه وايي؟

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د روان کال د فرورۍ په مياشت کې ويلي ؤ "وخت راغلی بايد افغان کډوال بيرته خپل هېواد ته په عزت سره ستانه شي"، هغه ويلي ترهګر په پاکستان کې افغان کډوال کېمپونه کاروي.

د جرمني په ميونخ ښار کې د امنيت په اړوند راجوړې درې ورځنۍ غونډې ته په وېنا کې جنرال باجوه دغه خبره کړې وه.

نوموړي ويلي ؤ "پاکستان کې دا وخت ۲.۷ ميلنه کډوال مېشت دي وخت راغلی دغه خلک بيرته خپل هېواد ته په درناوي سره ستانه شي".

هغه زياته کړې "پاکستان کې ترهګر په منظم ډول شتون نه لري خو اوس يې هم پټ ځايونه شته په غرييزو او پولو باندې پرتو علاقو او په ښارونو کې په ۵۴ کډوالو کېمپونو کې پټ دي او تحریک طالبان افغانستان او حقاني شبکه دغه کېمپونه کاروي خلک پکې ځان سره يو ځای کوي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG