لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف دخپلې میرمنې له دفن کولو وروسته بیا زندان ته اچول شوی


دپاکستان پخوانی وزیراعظم نوازشریف،دهغه لور مریم نواز اؤ زوم کیپټن صفدر د نوازشریف د کور ودانې کلثوم نواز ددفن کولو اؤ فاتحې د مراسمو نه وروسته یو ځل بیا د پینډۍ اډیاله زندان ته اچول شوي دي.

دنوازشریف کور ودانه کلثوم نواز د تیرې سه شنبې په ورځ لندن کې د کینسر د ناروغۍ له امله مړه شوې وه چې وروستو دپنجاب حکومت دهغې دجنازې،ښخولو اؤ فاتحې دپاره نوازشریف،دهغه لور اؤ زوم لمړی د ۱۲ ساعتو اؤ بیا د دریوؤ نورو ورځو دپاره د زندان څخه په پی رول خوشي کړي وؤ.

د نوازشریف اؤ دهغه دلور د خوشې کیدلو وخت نن( دوشنبه) ماذیګر څلور بجې پاتې ته رسیدلی چې دهغې سره سم نوموړی.دهغه لور اؤ زوم په لاهور کې د خپل کور څخه د پینډۍ اډیاله زندان ته په یوه ځانګړې الوتکه کې بوتلل شوي.

د کلثوم نواز د فاتحې د مراسمو ترسره کیدلو وروسته په سوشل ميډیا داسې ګنګوسې هم خورې شوې وې چې نوازشریف به حکومت نه غوښتنه وکړي چې دهغه د خلاصون موده د خپلې ښځې تر څلویښتۍ وغځوي خو د پنجاب ایډیشنل چیف سیکرټري خبریالانو ته ویلي چې نوازشریف،مریم نواز یا کیپټن صفدر دخلاصون دمودې غځولو هیڅ غوښتنه نه ده کړې.

د روان کال په ۱۳مه جولایي د کلثوم نواز څښتن میا نوازشریف اؤ دهغې لور مریم نواز په ناروغه حالت کې میرمن کلثوم نواز په روغتون کې پرېښې وه اؤ د غبن په تورونو کې محکمې ته د مخ کیدلو دپاره ترې پاکستان ته راغلي وؤ چې په پاکستان کې وروسته داحتساب محکمې نوازشریف ته د لسو اؤ مریم نواز ته د اوو کالو دبند سزا واروله.

نوازشریف،مریم نواز اؤ کیپټن صفدر دا مهال د پینډۍ په اډله زندان کې د بند شپې ورځې سبا کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG