د پنجاب صوبې د ترهګرۍ پرضد عملیات کوونکو پوليسو (سي ټي ډي) ادعا کړې چې د تحريک طالبان پاکستان او حزب الاحرار ډلې شبکې يې ماتې کړي دي.
ډان ورځپاڼې د سي ټي ډي د چارواکو لخوا ويلي، ادارې د څلورو مياشتو راهسې د شبکې څارنه کوله خو باوجود د دې يې دوه بريدونه کړي وو.
سي ټي ډي ويلي دوی په پېنډۍ کې ځانمرګي بريد ته تيار يو تن رضوان الله او څلور نور ترهګر نيولي دي.
د ادارې په وېنا دې ډلې په اټک او نوښار کې دوه بريدونه کړي او د پېنډۍ د بريد شنډولو ادعا يې کړې ده.
د حزب الاحرار نوم د تېر کال نومبر په مياشت کې مخې ته راغلی او ویل شوي ؤ دا د پاکستاني طالبانو د جماعت الاحرار ډلې نه جدا شوې ده.
د حزب الاحرار مشر مکرم خان مومند ښودل شوی او ويل شوي وو مکرم خان د قبايلي سيمې مومندو سره تعلق لري او د جماعت الاحرار ډلې د عسکري څانګې مسؤل ؤ او په دغه ډله کې يې خپل ځای درلود.
خو سي ټي ډي پنجاب ويلي د مومندو عمران خراساني (طاهر) د حزب الاحرار مهم کمانډر مخې ته راغلی ؤ.
د پنجاب پوليسو ادعا کړې عمران په افغانستان کې ناست دی او پاکستان کې د ترهګرۍ بريدونه پلان کوي.
پاکستاني چارواکي زياتره دغه ادعا تکراروي چې په خپله خاوره يې ترهګر ختم کړي او دوی بيا د پولې پورې غاړې افغانستان ته تښتېدلي دي.
حزب الاحرار نومې ډلې روان کال په کوټه او مومندو کې د دوه نورو بريدونو زمه واري هم منلې خو سي ټي ډي په اټک او نوښار کې د بريدونو يادګېرنه کړې چې دې ډلې دا بريدونه کړي وو.