لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني چارواکو منلې د سي پېک لويديځو پروژو ته چين پېسې نه دي ورکړي


د پاکستان د پلاننګ او پرمختيا وزارت منلې چې "د چين ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) کې د لويديځو پروژو دپاره چين پېسې نه دي ورکړي".

د ځايي ميډيا ترمخه د سي پېک په اړوند د سېنېټ قايمه کمېټۍ ته په احوال تېرولو کې دغه خبره شوې او دا څرګندونې د پاکستان مسلم ليګ ن د پخواني حکومت د موقف او ټول ګونديزې غونډې د منظور کړی شوي قرارداد پرضد دي.

په عېن حال کې چې د سي پېک پروژې په اړوند پاکستاني وزير څرګندونې کړي د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د چين په درې ورځني سفر تللی دی.

د ځايي ميډيا ترمخه چارواکو ويلي، "د پاکستان حکومت به د سي پېک پروژه کې د چين چارواکو ته د لويديځې پروژې (ډېره اسماعيل خان ـ ژوب) سړک) وړانديز کوي په کومه پروژه چې ۶۱۲ ملينه امريکايي ډالره يا ۷۶.۵ اربه روپۍ خرڅ راځي".

کمېټۍ ته ويل شوي د سي پېک لاندې تراوسه پورې ۶۸ زره ۳۸۲ نوکرۍ ورکړی شوي چې پکې ۵۸ زره پاکستانيانو او لس زره چينايانو ته ورکړی شوي دي.

د پرمختیا مرکزي وزير خسرو بختيار د سېنېټ قایمه کمېټۍ ته ویلي حکومت به د پاکستان او چین اقتصادي راهدارۍ پروژې ته بېا کتنه کوي او په ممکنه توګه پکې بدلون هم کولی شي.

د سېنېټ د دغه کمیټۍ یوې غړې هم پخلی کړی دی چې د پاکستان نوی حکومت غور کوي چې د سي پېک منصوبې ته بیا کتنه وکړي.

د سېنېټ د قايمه کمېټۍ په غونډه کې شریک د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ په نوي حکومت لګولی چې د سي پېک د لاندې د وړو صوبو نه تېرېدونکي لويديځه لاره جوړول یې د پامه غورځولې ده.

د وي او ای ډېوه سره خبرو کښې عثمان کاکړ وویل چې د هغه په فکر د تحريک انصاف حکومت سي پېک پروژه مخ په وړاندې بوتلو کښې دومره غرضي نه دی او په دې پروژه کار هم ودرولی شي.

د عوامې نېشنل ګوند د سېنېټ د سي پېک د کمېټۍ غړې سېنېټره ستاره اياز وايي چې دوی د غربي لارې سره د تړل شویو نوو پروژو په هکله خپلې سپارښتنې مرکزي وزير ته ورکړي دي.

هغې دا پخلی هم وکړو چې ګنې د پاکستان حکومت سي پېک ته د بیا کتنې په اړه غور کوي.

د تحريک انصاف ګوند مرکزي حکومت دا تاثر ورکوي چې ګنې د پاکستان مسلم لیګ ن تېر حکومت د سې پېک پروژې سره تړلې لوظنامې د ميډيا او اولس نه پټې ساتلې وې چې له امله یې د پروژې په اړه بې باوري پېدا شوې ده.

خو اوس د حزب اختلاف مسلم ليګ نواز ګوند د پرمختيا پخواني وزیر احسن اقبال ویلي چې د تحريک انصاف د حکومت واکداران د سې پېک په اړه اندېښنو ته وده ورکوي چې د غندنې وړ کار دی.

د ۶۰ اربه ډالرو په مالېت جوړېدونکي د اقتصادي راهدارۍ پروژه کښې د پاکستان واړه ایالتونه د پامه غورځولو په سر د وړاندې نه دغه پروژه د لانجو سره مخامخ ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG