لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:هند دې مذاکرات پیل کړي،په ترهګرۍ ورسره خبرو ته تیار یو


دپاکستان وزیراعظم عمران خان د خپل رقیب ګاوندي هیواد هندوستان وزیراعظم ته په یو استول شوي لیک کې ویلي پاکستان اماده دی چې هند سره د ترهګرۍ په اړوند خبرې اترې وکړي.

خو هند وایي تر څو چې دپولې پورې غاړې (پاکستان) نه هند ته د ترهګرو د وراوختو مخه نه وي نیول شوي په نزدې راتلونکي کې دپاکستان سره د دوه اړخیزه خبرو پيل کولو هیڅ امکان نشته.

دخبرو پیل کولو په اړوند دغه لیک عمران خان د نریندر مودي دهغه لیک په ځواب کې استولی چې دهند وزیراعظم عمران خان ته دحکومت سمبالولو د مبارکۍ دپاره لیږلی ؤ.

سفارتي سرچینې وایي دپاکستان وزیراعظم پخپل لیک کې د دواړو هیوادونو ترمینځ زر تر زره د رسمي خبرو اترو په پیل کولو ټینګار کړی اؤ ویلي یې دي د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران باید دخبرو لړۍ پیل کړي اؤ دملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ دغونډې پر مهال دې خپلو کې سره لیدنه هم وکړي.

ټائمز اف انډیا ورځپاڼې لیکلي چې عمران خان پخپل لیک کې دهند صدراعظم ته دا هم لیکلي چې پاکستان اؤ‌هند ته به دکشمیر په ګډون د ټولو ستونزو هواری راویستل وي.

د هند او امريکا ترڅنګ افغانستان هم د اوږدې مودې نه په پاکستان تورونه لګوي چې په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي او د دغه ځايه په افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان دغه تورونه هم ردوي.

دپاکستان اؤ هند تر مینځ د کشمیر پسر د زمانو راهسې شخړه راروانه ده اؤ دواړو هیوادونو څو کرته خپلو کې جنګونه هم کړي دي خو په ۲۵م جولایي ټولټاکنو کې دبریالیتوب ترلاسه کولو وروسته عمران خان پخپله وینا کې ویلي وؤ چې د اړیکو ښو کولو دپاره که هند یو ګام اخلي نو پاکستان به دوه ګامه ور وړاندې کیږي

تیره اوونۍ د هند د دفاع وزیرې نرملا سيتارمن ټائمز اف انډيا سره په یوه مرکه کې ويلي وؤ که عمران خان د هند سره خبرې د نوي سره کول غواړي نو د ترهګرو پرضد به عمليات کوي، او د پاکستان د نوي حکومت د راتګ سره هم په پوله د اوربند سرغړونه کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG