لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: ترهګر ځپل شوي خو ترهګري لا پېچلې شوې ده


د امریکا د ترهګرۍ ضد چارواکي وايي، د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې له سترو پرمختګونو سره سره د ترهګرۍ بڼه لا پسې پېچلې شوې ده.

د ترهګرۍ ضد ادارې چارواکي نتن سېلز وویل:

"داعش، القاعده او د هغوی ملاتړو ثابته کړې چې دوی کلک، سخت سري او له سختو حالاتو سره جوړ جاړي کونکي خلک دي. "

ده وړاندې وویل، چې دوی هم په عراق، سوریه، سومالیا او نورو ځایونو کې د ترهګرۍ په وړاندې خپل فشارونه زیات کړيدي.

سېلز دغه څرګندونې د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ترهګرۍ په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ۲۰۱۷ کال د راپور خپرولو پرمهال خبریالانو ته وکړې.

په دغه راپور کې راغلي دي، چې داعش او القاعده ډلې اوس ډېرې پاشل شویدي، انټرنیټ ته یې مخه کړې او خپل لیرې پراته پلویان بریدونو ته هڅوي خو دوی په خپله د سترو پوځي بریدونو جوګه نه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو په دغه راپور کې دا هم راغلي دي چې داعش تېر کال د خپل واک لاندې زیاته سیمه له لاسه ورکړې او په ټوله نړۍ کې یې په خپلو پلویانو باندې غږ کړی چې په هر ډول وسلې چې کولای شي بریدونه وکړي.

د راپور له مخې دغه ډول بریدونه په مانچستر، برسیلونا، سینایې، مراوي، نیویارک او داسې نورو ځایونو کې شویدي.

که څه هم ترهګرې ډلې لا پیچلې شویدي، ښاغلی سېلیز وايي، د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې زیات پرمختګ هم شوی او د امریکا او د متحدینو ترمنځ یې د امنیتي او استخباراتي معلوماتو او وړتیاوو د شریکولو بهیر ګړندی شوی دی.

د ترهګرۍ ضد ادارې دغه چارواکی وايي، د امریکا ترمشرۍ لاندې ایتلاف په دې بریالی شوی دی چې په عراق او سوریه کې نږدې ټولې سیمې د داعش له ولکې څخه خلاصې کړي او په القاعده باندې فشار ډېر زیات کړي.

په راپور کې دا هم راغلي دي، چې په ۲۰۱۷ کال کې په ټوله نړۍ کې د ترهګریزو بریدونو په شمېر کې ۲۳ فیصده کموالی راغلی چې له امله یې د ترهګرۍ په پایله کې د وژل شویو کسانو شمېر هم ۲۷ فیصده کم شوی دی.

خو ښاغلی سېلز وايي، اوس هم یو هېواد شته چې هغه د ترهګرو په ملاتړ کې د نورو مشري کوي او دغه هېواد ایران دی.

"ایران اوس هم په نړۍ د ترهګرو د ملاتړ کونکو هېوادونو په سر کې ځای لري چې په سوریه، یمن، عراق، بحرین، افغانستان او لیبنان کې یې د امریکا د ګټو پر خلاف د ګڼو جګړو اور بل کړی. "

راپور زیاتوي، که څه هم القاعده د تېر پر پرتله دا مهال په میدان کې نشته خو دغه ترهګره ډله خپل د خپلو غړو شمېر ورځ تر بلې زیاتوي.

همدارنګه په دغه راپور کې دا هم ویل شوي، چې که څه هم پاکستان په افغانستان کې د جوړجاړي ملاتړ کوي خو په خپله خاوره یې د حقاني ډلې پټنځایونه له منځه نه دې وړي او همدا ډله بیا له پاکستان څخه په افغانستان کې ترهگریز بریدونه ترسره کوي.

رپورټ دا هم وايي، افغان طالبانو او په پاکستان کې میشته حقاني ډلې او نورو وسله والو په افغانستان کې خونړیو بریدونو ته دوام ورکړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG