لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سولې نړیواله ورځ ده خو تل پاتې سوله لا نشته


د یو شمېر جګړه ځپلو هېوادونو او سیمو په څېر، په افغانستان او پاکستان کې اوس هم په میلیونونو انسانان د ښکاره او پټې جګړې او ترهګرۍ ښکار دي.

د امریکا، ملګروملتونو، پاکستان، هند او افغانستان لخوا ترهګر ګرځول شوې د شلو څخه زیاتې ډلې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډیورنډ پولې ته څېرمه فعالیت لري.

د امریکا حکومت او افغان چارواکي تور لګوي چې د طالبانو په ګډون نورې ډلې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اس ا‎ی ملاتړ لري.

د امریکا د ترهګرۍ په اړه نوي خپور شوي راپور کې ویل شویدی چې پاکستان په خپله خاوره کې د پټو شویو ترهګرو ډلو پرضد کوټلي ګامونه نه دې اخیستي.

په دغو ډلو تور دی چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ په ناټو ځواکونو، افغان پوځیانو او ولسي خلکو باندې ترهګريز بریدونه کوي.

افغان ولسمشر اشرف غني په وار وار په طالبانو غږ کړی چې له جګړې لاس واخلي او د خبرو له لیارې له افغان حکومت سره خپلې ستونزې هوارې کړي.

خو طالبانو لا تر اوسه پورې په دې اړه د هو ځواب نه دی ورکړی. که څه هم د افغانستان د سولې د عالي شورا چارواکو څو ځله ادعا کړې چې د طالبانو له یو شمېر مشرانو سره یې په قطر او کابل کې لیدلي دي.

د افغان حکومت لخوا دداسې ادعاو تر څرګندولو ژر وروسته طالبانو د خپلو اعلامیو په ترڅ کې له افغان حکومت سره د هر ډول خبرو کولو خبرونه رد کړیدي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا په نوښت په کابل کې د کابو ۳۰۰۰ دیني عالمانو لخوا په افغانستان کې روانه جګړه د اسلام له نظره حرامه او ناروا وبلل شوه.

دې ته ورته په اندونیزیا کې د افغان، پاکستاني او اندونیزیايي دیني عالمانو لخوا په افغانستان کې په جګړه کې له ښکېلو غاړو څخه وغوښتل شول چې د جګړې پرځای دې د سولې لاره غوره کړي.

همدارنګه څو ورځې وړاندې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان (او آی س) په سعودي عربستان کې د خپلې غونډې پرمهال په افغانستان کې د سولې د بهیر ملاتړ وکړ.

همدارنګه تر هغې مخکې خپله د کعبې شریفې امام د جمعې د ورځې په یوې خطبه کې د افغانستان جګړه ورور وژنه وګڼله او د سولې لپاره یې دعا وکړه.

د افغانستان او د پاکستان ترمنځ د خرابو اړیکو یو دلیل هم دا دی چې د افغان او امریکايي چارواکو په وینا پاکستان د افغانستان په سوله کې ريښتینې ګام نه پورته کوي.

دوی وايي، د ترهګرو اصلي ځالې د ډیورنډ له کرښې پورې غاړې د پاکستان په خاوره کې پرتې دي چې نه یواځې پرضد یې پاکستان کوټلي ګامونه نه پورته کوي بلکه له هغوي سره مرسته هم کوي.

که څه هم پاکستان دغه تورونه ردوي خو د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د روان میلادي کال په لومړۍ ورځ په خپل یو ټویټ کې ویلي وو چې پاکستان تل د امریکا پیسې اخیستې خو بیا یې ورسره چل او دوکه کړې ځکه دوی د ترهګرو په وړاندې کوټلي ګامونه نه دي اخیستي.

په پاکستان کې بیا د ترهګرۍ پېښې د پښتنو سیمو پورې محدودې دي.

د ترهګرۍ دغه پېښې او د ترهګرو ډلو فعالیتونه د ۲۰۰۱ کال د یولسم سپټمبر د ترهګرۍ د لویو بریدونو وروسته له چا نه پټ نه دي.

د پاکستان حکومت په ترهګرۍ کې د وژل شویو خلکو شمېر نږدې ۷۰ زره ښيي.

پښتانه ملت پاله مشران او د مدني ټولنې فعالین وايي، دغه وژل شوي خلک ۹۰ فیصده نه زیات پښتانه دي.

له ۱۷ کاله جګړې وروسته، پښتنو اوس په خپل سر د سولې لپاره غږ پورته کړی.

په دې لړ کې د منظور احمد پشتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې د غورځنګ (پي ټي ام) نوم اوس د نړیوالو مطبوعاتو د سر ټکی ګرځېدلی.

دغه تحریک په ښکاره د ترهګرۍ په پېښو کې د پاکستان ریاست ته ګوته نیسي.

نه یواځې دوی بلکه په پاکستان کې د بلوڅانو مشران ادعا کوي چې د پاکستان پوځ د دوي په زرګونو ځوانان او مشران په زوره بې درکه کړیدي.

ددې ترڅنګ د پښتنو او د بلوڅانو د حقونو فعالین وايي، چې د پاکستان ریاست تل له دوی سره توپیري چلند کړی، دوی یې په یوه او بل نوم وژلي، ورک کړي او ددوي په طبعي پېښو یې خېټه اچولې.

خو د پاکستان حکومت دغو ادعاو ته یواځې د تورونو په سترګه کتلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG