لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران:په پوځي پرېډ دترهګرو برید کې ګڼ شمېر پوځیان وژل شوي


دایران جنوب لویدیز ښار اهواز کې دغه پوځي‌ سلامي یا پریډ عراق سره کال ۱۹۸۰ کې د ایران د شوې جګړې دکلیزې په ویاړ روانه وه چې ترهګرو پرې برید کړی دی.

دایران دولتي خبرې اژانس اي ار این ای ویلي دترهګرو برید کې ګڼ شمیر کسان وژل شوي اؤ ۲۰ ژوبل شوي خو د مړو غوڅه شمیره یې یې نه ده ښودلې.

نړیوالې خبري شبکې ای پي ویلي چې برید کوونکو پوځي وردیانې یا یونیفارم اغوستی ؤ اؤ په موټر سائیکلو برید دپاره ورغلي وؤ.

ایراني میډيا ویلي دترهګرو دغه برید تر لسو دقیقو دوام کړی سیمې ته د نورو ځواکونو په رسیدلو سره اوس دغه برید پائ ته رسیدلی.

تر اوسه ددې برید پړه چا په غاړه نه ده اخستې .

په ټولنیزو رسنیو د برید دموقعې بیلا بیلې ویډیوګانې هم خپرې شوې دي . یوه ویډيو کې لیدل کیږي چې ایراني پوځیان د ترهګرو د ډزو نه د ځان ژغورلو په خاطر په زمکه ملاست دي اؤ ناتاره ډزې روانې دي.

همدغسې په ایمبولینسونو کې دایراني پوځیانو روغتونونو ته د رسول کیدو اؤ الغاؤ تلغاؤ ویډيوګانې هم مخې ته راغلي دي.

ددغو ډزو په مینځ دښځو اؤ پوځیانو وارخطا منډې هم لیدل کیږي

ایراني میډیا وایي چې پېښه کې د ژوبلو ګڼو پوځیانو حالت هم نازک دی اؤ د مړو شمیر نور هم سیوا کیدلی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG