لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان غواړي چې د امریکا سره اړيکې ښې کړي، قرېشي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قرېشي ویلي، هېواد يې د امریکا سره د دوه اړخيزه احترام او ګټو په اساس اړيکې پياوړې کول غواړي.

د امریکا په سفر واشنګټن کې خبريالانو سره په خبرو کې قرېشي ويلي، د پاکستان او امريکا اړيکو ته بيا د سر نه د کتنې دپاره د اکتوبر په دوېمه نېټه د خپل امریکايي سيال مايک پومپيو سره ليده کاته کوي.

نوموړي ويلي مايک پومپيو ورته د روانې مياشت په سر کې د پاکستان د سفر په مهال د ليدنې بلنه ورکړې وه.

د امريکې د بهرنيو چارو وزير د روانې میاشتې په سر کې د پاکستان سفر کړی ؤ.

ښاغلي پومپيو د پاکستان د وزیراعظم عمران خان، د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او شاه محمود قرېشي سره ليدلي وو.

د دغو ليدنو په اړوند د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت ویاندې هېتر نوئرټ ويلي ؤ چې مايک پومپيو په افغانستان کې د سولې په خبرو کې د پاکستان د رول په اهميت ټينګار کړی دی.

د دې ترڅنګ په ليدنه کې پاکستان ته ويل شوي چې د سيمې د سولې او ثبات دپاره ګواښ ترهګرو او تندلارو پرضد پرېکنده عملياتو دپاره پاکستان ګامونه پورته کړي.

قرېشي په واشنګټن کې ويلي، پاکستان تل د امريکې ملاتړ کړی دی او د تېر وخت دوستۍ ته په کتو پاکستان غواړي چې په دوه اړخيزه اړيکو کې پرمختګ وشي.

هغه زياته کړې که څه هم په وروستيو کې کلونو کې دوه اړخيزه اړیکې کمې شوی خو پاکستان دا اړیکې دوامداره ساتل غواړي چې د دواړو په ګټه وي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ګوند تحريک انصاف په انتخاباتو کې د ګټې وروسته په خپله لومړۍ وېنا کې د امريکا او ګاونډي هېوادونو سره د اړيکو ښه کولو خبره کړې وه.

پاکستان د تېر کال راهسې د امريکا د سخت فشار سره مخ دی.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د روان کال په لومړۍ نېټه په يو ټويټ کې ويلي ؤ پاکستان د امریکا نه ۳۳ اربه ډالره اخستي او په بدل کې يې ورته دروغ ويلي او ټګې يې ورسره کړې ده.

له دغې وروستو امریکې د پاکستان امداد هم بند کړی ؤ.

امریکا او افغانستان په پاکستان تورونه لګوي چې په خپله خاوره يې د حقاني شبکې سره نور ترهګر ساتلي څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي.

خو پاکستان امریکايي تورونه ردوي او تل دغه دريځ تکراروي چې په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو پرضد بې توپيره عمليات کړي دي.

شاه محمود قرېشي امريکا ته د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون په موخه تلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG