لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سندهـ اسمبلۍ ته دکالاباغ ډيم په ضد بیا قرارداد راوړل شوی


دسندهـ صوبې اسمبلۍ کې مخالفو ګوندونو د کالا باغ ډيم جوړولو په ضد قرارداد جمع کړی چې پکې ویل شوي دهیواد درې صوبې دکالا باغ ډيم په ضد ولاړې دي اؤ اؤ په دې منصوبه د رائیو هیڅ اتفاق نشته ځکه نو له جوړؤلو یې باید ډډه وکړل شي.

د دوشنبې په ورځ په جمع کړل شوي دغه قرارداد دپاکستان تحریک انصاف، متحده قومي موومنټ اؤ ګرینډ ډيموکریټک الائنس غړو لاسلیکونه کړي.

دپاکستان د سترې محکمې مشر قاضي ښاغلي ثاقب نثار تیره اوونۍ ویلي وؤ د دبهاشا اؤ‌ مهمند ډيمونو نه وروسته به دکالاباغ ډيم په جوړؤلو هم قامي یووالی پیدا کولی شي چې په ټولنیزو رسنیو سیاسي اؤ مدني فعالانو د مشر قاضي په دغو څرګندؤنو چټک غبرګون ښکاره کړی ؤ اؤ دکالا باغ ډيم د جوړؤلو اعلان یې دقامي وحدت د تس نس کولو برابر ګڼلی ؤ.

دسندهـ صوبې اسمبلۍ کې جمع کړل شوي قرارداد کې ویل شوي چې کالا باغ ډيم یو لانجمنه پروژه ده ده چې دریوؤ صوبو یې په ضد قراردادونه منظور کړي اؤ دسندهـ صوبې اولس په دې پروژه سختې اندېښنې لري.

کالا باغ ډیم په پاکستان کې یوه داسې لانجمنه منصوبه ده چې د جوړیدو په ضد یې په کال ۱۹۸۸م کې په خېبرپښتونخوا، په کال ۱۹۹۴ کې په بلوچستان او په کال ۲۰۱۲م کې په څلورم ځل په سندهـ اسمبلۍ کې متفقه قراردادونه منظور کړی شوي دي .

خو په کال ۲۰۱۲م کې دپنجاب ایالتي محکمې ددغه لانجمن بند د جوړؤلو امر کړی ؤ چې دغې پریکړې د هیواد د دریوؤ صوبو پښتونخوا،بلوچستان اؤ سندهـ سخت مخالفتونه راپارولي وؤ.

د پاکستان پنجاب صوبې ځینو سیاسي مشرانو تل ددغه ډېم د جوړېدو غږ پورته کړی او وایي چې د دې ډېم له جوړېدو سره به د هېواد دغې غټې صوبې ته ډېره ګټه ورسېږي.

پنجاب دا تورونه هم ردوي چې ګنې دا کار یواځې د خپلې صوبې د ځانګړو ګټو لپاره کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG