په اېشیا کپ کې بنګله دېش پاکستان ته په ۳۷ رنزونو ماتې ورکړه او اوس به د دغو سیالیو په پایلوبه (فاینل) کې له هند سره لوبېږي.
بنګله دېش لومړی بېټنګ وکړ او پاکستان ته یې د ۲۴۰ رنزونو هدف وټاکه. په ځواب کې یې پاکستان په پینځوسو اوورونو کې هم ټاکلی هدف تر لاسه نه کړ او لوبه یې وبایلله.
د بنګله دېش لوبډلې مشفق الرحیم ښه بېټنګ وکړ او ۹۹ رنزونه یې جوړ کړل او محمد میتهن ۶۰ رنزونه جوړ کړل.
د پاکستان په لوبډله کې امام الحق ښه لوبه وکړه او په ۱۰۵ بالونو یې ۸۵ رنزونه جوړ کړل، خو اوپنر فخر زمان یو ځل بیا ناکامه شو او صرف یو رنز یې جوړ کړ.
د پاکستان له لاسه دا لوبه هغه وخت ووتله چې د مډل آرډر ښه بېټسمېن شعیب ملک په ۳۰ رنزونو آوټ شو.
د پاکستاني لوبغاړي جنید خان ښه بالنګ د بنګله دېش لوبډلې زیات رنزونه جوړ نه کړل او پاکستان ته یې په ۴۸ اوورونو او ۵ بالونو کې د ۲۴۰ رنزونو هدف وټاکه خو پاکستان هغه هم پوره نه کړل.
د پاکستان په بالرانو کې تر ټولو ښه کارکردګي جنید خان وکړه، چې ۴ څلور وکټونه یې واخیستل او صرف ۱۹ رنزونه یې ورکړل.
د پاکستان یوه بل لوبغاړي شاهین اپریدي په ۱۰ اورونو کې ۴۷ رنزونه ورکړل او ۲ وکټونه یې تر لاسه کړل.
د لوبو پوهان وایي پاکستان په دې ټورنمنټ کې یوه ناکامه لوبډله ثابته شوه او وایي داسې ښکاري چې پاکستان تر اوسه پورې کوم ښه بېټسمېن په خاصه توګه ښه اوپنر نه دی موندلی.
پر ټولنیزو رسنیو د کرکټ مینه والو په تبصرو کې خلک ګومان کوي چې که پاکستان له هند سره فاینل ته وتلی وای او پایلوبه یې باللې وای نو دا به یې له روایتي دوښمن هند څخه په دې ټورنمنټ کې درېیمه ماتې وای او له ډېرو نیوکو سره به مخ شوی وای.