لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال باجوه:ترهګر به بیا راګرځیدو ته نه پرېښودل کیږي


Gen qamar javed
Gen qamar javed

دپاکستان پوځي مشر جنرال قمرجاوید باجوه وایي د ترهګرۍ په ضد امنیتي ځواکونو اؤ ولس ډېرې قربانۍ ورکړي دي اؤ دوئ به هیڅکله بیرته راستنیدو ته پرې نه ښودل شي.

جنرال باجوه دچهارشنبې په ورځ وروسته له هغې د افغانستان پولې ته نزدې د شمالي وزیرستان سفر کړی چې تیره اوونۍ دغه سیمه کې د وسله والو په یو برید کې د پاکستان د پوځ دیو کېپتان په شمول اووه عسکر اؤ نهه وسله وال طالبان وژل شوي وؤ.

دپاکستان دپوځ مطبوعاتي څانګې ویلي په دغه سفر کې دپوځ سرلښکر ته دافغانستان اؤ پاکستان دګډې پولې د وضعیت، سیمې ته د ستنو شوؤ کډوالو دبحالۍ اؤ پرمختیایي کارونو په اړوند احوال تیر کړل شوی دی.

دپاکستان په پوځ تیره اوونۍ د وسله والو برید په سره نرۍ سیمه کې شوی ؤ چې ددغه سیمې خلکو په کال۲۰۱۴م کې دتندلارو په ضد دضرب عضب په نوم د پیل شوؤ عملیاتو له امله خپله سیمه پرېښودې وه اؤ تر اوسه ورته نه دي ستانه شوي.

د سرچینو تر مخه په دغه سېمه کې یوازې پوځي او امنیتي چارواکي پاتې کیږي.

تر دې دمه کومې ترهګرې ډلې په پاکستاني پوځ دشوي برید پړه په غاړه نه ده اخستې.

د پاکستان پوځ او حکومت وخت په وخت په پخوانیو قبایلي سېمو کې د عملیاتو د کامیابۍ ادعاوې کوي خو وخت په وخت په قبایلي ضلعو کې په پاکستاني عسکرو دغه رنګ بریدونه ترسره کیږي. سره د دې په دغه سېمو کې هدفي وژنې هم کیږي چې ورسره د پاکستان د پوځ لخوا د عملیاتو په کامیابۍ او دغه سېمې د ترهګرو نه پاکولو په دعوو شکونه هم راپورته کیږي.

پوځ پخپل بیان کې ویلي چې جنرال قمر جاوید باجوه دسیمې په وضعیت ډاډ ښکاره کړی اؤ د پوځي‌افسرانو اؤ ځوانانو جذبې یې ستائیلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG