لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په پخوانیو قبایلي سیمو کې به روغتیايي کارډونه وېشل کېږي


د خيبر پښتونخوا حکومت د هېواد پخوانيو قبايلي سيمو ته په صوبه کې د وړاندې نه معرفي شوې د انصاف صحت کارډ سکيم غزولو پريکړه کړيده.

د خيبر پښتونخوا د صحت صوبايي وزير هشام انعام الله د جمعې په ورځ اسلام اباد کې يو خبري کانفرنس ته وويل، چې د هېواد پخوانۍ قبايلي سيمې اوس د صوبې برخې دي او صوباي حکومت دغه سيمې خپل ملکيت ګڼي .

وزير وويل، مونږ پخوانۍ قبايلي سيمې د خيبرپښتونخوا برخه ګڼو او صوبايي حکومت به ډير ژر د انصاف صحت کارډ سکيم هم وغزوي.

د تحريک انصاف واکمن ګوند کال ٢٠١٥ کې د انصاف صحت کارډ په نامه د بې وزله ناروغانو لپاره يو سکيم پيل کړې وو چې د هغې لاندې غريب ناروغان کولې شي چې ٢٥٠٠٠ روپیو پورې وړيا درملنه ترلاسه کړي.

د صحت صوبايي وزير دا هم وویل چې په یوه مياشت کې دننه به حيات اباد ميډيکل کمپلکس کې د سوزیدليو کسانو د درملنې لپاره د برن سنټر پرانېسته هم وکړي .

هغه وايي، ددې سل بستریزه (د سلو بېډونو) روغتیايي مرکز (برن سنټر) پرانېسته به په يوه مياشت کې دننه کيږي او زیاتوي چې دا به د هېواد تر ټولو لوي سنټر وي.

دوی وړاندې وایي، په خيبرپښتونخوا صوبه کې د هيلت کير نظام پاليسي د جوړېدو په پړاو کې ده او ددې لپاره یې يو ايډوايزري کونسل جوړ کړيدې.

دا کونسل به ٢٧ غړي لري چې پکې به ١٤ غړي د نړيوالو روغتیايي ادارو او ١٣ به د صوبې د صت د محکمې غړي وي .

دا کونسل به وزارت ته د صحت په هکله سپارښتنې کوي .

XS
SM
MD
LG