لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني افسر په اسلام اباد کې د کویت د استازي نه بټوه او بريف کېس پټ کړي


د کويت څخه اسلام اباد ته د راغلي لوړ پوړي پلاوي د مشر نه د يوې اقتصادي غونډې په مهال د هغه بټوه او بريف کېس پټ شوي او په دغه کار تورن يو ۲۰ ګرېډه افسر هم نيول شوی دی.

د پاکستان د ځايي ميډيا ترمخه د کويت يو پلاوی چې اسلام اباد ته د اقتصادي چارو په لړ کې راغلی د پاکستاني چارواکو سره يې خبرې روانې وې او په دغه مهال د هغه سامان پټ شوی دی.

راپورونه وايي د غونډې وروسته د کويت د پلاوي مشر ويلي، د هغه بټوه او بريف کېس پټ شوي بيا په دغه ځای کې د لګېدلو کېمرو د لارې مالومه شوې چې يو لوړ پوړي ۲۰ ګرېډه افسر ضرار حېدر دا دواړه څيزونه اخيستي دي.

د ځايي ميډيا ترمخه ضرار حېدر نيول شوی او مرکزي تحقيقاتي ادارې اېف ايي ای ته سپارل شوی دی.

د پاکستان چارواکو ويلي د کويت د پلاوي نه يې په پېښه بخښنه غوښتې ده.

د پاکستان يوې ژورنالسټې غریده فاروقي په ټویټر ليکلي،

"څومره د شرم خبره ده چې د اقتصادي چارو د ډويژن يو ۲۰ ګرېډه افسر د لوړ پوړي کویتي پلاوي د غړي څخه قيمتي بټوه او بېګ پټ کړی. سامان ترلاسه شوی خو پلاوی خفه تلی دی. په دغه تن مقدمه پکار ده".

شمع جونېجو په ټويټرليکلي،

"څومره بېوقوفتيا ده.. چې ټول قوم يې وشرموو. يو ۲۰ ګرېډه افسر چې ضرار نوميږي هغه د کویت د سفارتي استازي نه بټوه او بريف کېس پټ کړي، د کويت دغه ډله د وزيراعظم عمران خان سره ليدو له راغلې وه".

په سوشل ميډيا داسې ويډيو هم چليږي چې پکې يو تن ليدل کيږي په مېز دپاسه کوم څيز اوچتوي او جېب کې يې اچوي.

د پاکستان د سرکاري میډيا ترمخه وزيراعظم عمران خان د جمعې په ورځ د کويت د تجارت او صنعت وزیر خالد نصير عبدالله سره لیدلي او په دغه مهال يې په بېلابيلو برخو کې کویتي پانګه والو ته بلنه ورکړې چې راشي او دلته پانګونې وکړي.

ويل شوي په ليدنه کې په دوه اړخيزه چارو خبرې شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG