لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

معشوق سلطان نیمه پېړۍ خپل کلتور پاللی ؤ خو پښتنو دوؤ کالو کې هیره کړه


دپښتو د وتلې سندرغاړې معشوق سلطان د مړینې دوه کاله پوره شول خو هغه په دغو دوؤ کالو کې له مړینې وروسته بیا هیچا یاده نه کړه .

صدارتي ایوارډ یافته پښتنې سندرغاړې معشوق سلطان دنیمې پیړې نه زیات دپښتو ژبې اؤ هنر خدمت کړی اؤ ستر هنرمند استاد خیال محمد وایي د معشوق سلطان په څير لویې فنکاران چرنخ په زمانو وروسته یوه ټولنه کې په نصیب پیدا کیږي خو افسوس چې پښتانه خپل هنرمندان نه په ژوند یادوي اؤ نه له یې مرګه وروسته یاد کړي.

معشوق سلطان په ۱۹م ستمبر کال ۲۰۱۶م دپېښور په سردار ګړهۍ سیمه کې د ور پېښې ناروغۍ له امله د۷۱ؤ کالو په عمر وفات شوې وه.

هغې دخپل ژوند وروستۍ ورځې د ناروغۍ په حالت کې په ډیرې تنګدستۍ کې تیرې کړې وې.

معشوق سلطان د زیاتې مودې نه د شوګر او تور زیړي په ناروغۍ اخته وه اؤ دعلاج وس یې نه لرلو.

معشوق سلطان هرڅو که پنځوس کاله دهنر دلارې دخپلې ژبې اؤ کلتور خدمت کړی خو دهغې له مړینې وروسته نه خو دپاکستان حکومت،نه فني ادارو اؤ نه هم دپښتنو ادبې یا کلتوري تنظیمونو دهغې په یاد کې کومه غونډه یا دستوره کړې ده.

د پښتو غزل دشهنشاه لقب ګټونکی ستر هنرمند استاد خیال محمد د معشوق سلطان په هیریدو خفه دی اؤ وایي “معشوقې بي بي سره رښتیا چې دهغې په ژوند اؤ له ژوند روسته هم زیاتی شوی،ځکه چې بیا یې نوم چا په خوله وانه خستو”

خو استاد خیال محمد دا هم وایي چې دا یوازې دمعشوق سلطان خبره نه ده،دپښتنو هر هنرمند یوازې ترهغې یاد وي چې ترڅو یې په وجود کې ساه غړیږي

دهغه په وینا “ګلناربیګم،کشور سلطان،هدایت الله، رفیق شینواري چا کوم یاد کړل چې مونږ به یوازې د معشوق سلطان ګیله وکړو”

دمعشوق سلطان خپل نوم سلطان بي بي ؤ او د خېبرپښتونخوا د سوات د کبل سیمې سره نزدې په شاه ډهېرۍ کلي کې زېږېدلې وه. واده يې د مردان د یو کاروباري شخصیت ولایت حسېن سره شوی ؤ او وروستو يې په پېښور کې استوګنه اختیار کړې وه.

هغې د پښتو وتلي موسیقار ارواښاد راحدت حسېن څخه باقاعده فني زدکړې ترلاسه کړې وې او وروستو بیا د رفیق شینواري، استاد شېرافګن او ګل خان بنوڅي شاګرده هم پاتې شوې وه.

د خپل فني سفر اغاز یې د کال ۱۹۶۲م څخه د ریډیو پاکستان پېښور نه کړی ؤ او په اول ځل يې د ریډیو نه د خدای بخښلي فضل غني مجاهد دا سندره ویلې وه چې ( د عاشقي په لوی دریاب کې سېلابونو یوړم).

د دغه سندرې د ویلو څخه وروستو هغې د ریډیو نه نورې په سوؤنو سندرې وویلې چې زیاتره پکې مشهورې شوې دي.

د ريډیو څخه وروسته معشوق سلطان په فلم او کېسټو کې هم سندرې وویلې او په څو پښتو فلمونو کې يې په خپله اداکاري هم کړې وه چې د هغې د جملې څخه یو مشهور فلم (جوارګر) هم دی.

د پاکستان حکومت ورته په غوره فني کارکردګۍصدارتي اېوارډ په کال ۱۹۹۶م کې ورکړی ؤ او د دې ترڅنګ يې په لسګونو نور اېوارډونه ګټلي وو.

معشوق سلطان د خپل فني ژوند په لړ کې امریکا، برطانیه، کېنېډا، فرانس، بلجیئم او یو شمېر نورو هېوادونو ته سفرونه کړي وو او دغلته یې د خپل فن مظاهره کړې وه.

معشوق سلطان د څلورو زامنو او دوه لوڼو مور وه، ولې یو پکې هم د هنر د دنیا سره نه دی تړل شوی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG