لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"يواځې استازان نه، بايد ټول دولتي خلک خپل بچي سرکاري سکولونو کې داخل کړي"


د خېبرپښتونخوا حکومت پلان لري چې د دولتي يا سرکاري سکولونو د تعليم د معيار ښه کولو دپاره استازان خپل بچي په دولتي سکولونو کې داخل کړي، خو استازان وايي يواځې استازان نه، باید ټول دولتي واکمن او کارمندان خپل بچي سرکاري سکولونو ته راولي.

د خېبرپښتونخوا د اعلی وزير د تعليم مشاور ضياالله خان بنګش وايي، حکومت لا پاليسي نه ده جوړه کړې خو په دې اړوند کار روان دی.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې بنګش وويل دوی په تېر حکومت کې ځينې داسې اقدامات کړي او په دولتي سکولونو د اعتماد پرځای کېدو دپاره هغه خپل بچي هم سرکاري سکول ته راوستي دي.

هغه وويل، "که د يو لاک ۴۷ زره څومره استازان دي او هغه د سرکار سکولونو ته بچي راولي نو د هغې فايده به دا وشي چې استاز څومره د خپل بچي خيال کوي دومره به د بل بچي هم کوي او د دې سره به لږ ښه والی شي".

هغه وويل د دې کار دپاره يوه کمېټي جوړه شوې او هغه په دې کار کوي.

د استازانو غبرګون

په خېبر پښتونخوا کې د سرکاري پرايمري سکولونو د استازانو تنظیم (اپټا) مشر عزیزالله خان وايي اول خبره دا ده چې د ۸۰ فيصده استازانو بچي په سرکاري سکولونو کې سبقونه وايي ځکه چې هغوی دومره توان نه لري چې په بچو په شخصي سکولونو کې سبقونه اووايي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل دوی د حکومت دا اقدام ستايي خو ، "يواځې استازان نا بايد د سيکرټريټ سره دې ټول سرکاري ملازمين د دې پابند شي چې خپل بچي په سرکاري سکولونو کې داخل کړي".

نوموړی وايي هغه د وزيراعلی د مشاور ستاينه کوي خو زياتوي چې اېم پي اي ګان او نور حکومتي واکمن خپل بچي سرکاري سکولونو ته راولي نو د خلکو به په سرکاري سکولونو نور اعتماد په ځای شي.

هغه وويل، "په صوبه کې ډېر داسې سکولونه دي چې چار ديواري نه لري، د پرايمري سکولونو کمرې دې شپږ کړی شي هغوی ته دې د اوبو انتظام وشي او نور سهولتونه دې ورکړی شي".

هغه وويل چې د سکول او استاز معيار ښه شي نو په خپله به د خلکو په سکولونو اعتماد سېوا شي او هر څوک به بيا خپل ماشومان سرکاري سکولونو ته راولي.

د نوموړي په وېنا دا وخت په خېبرپښتونخوا صوبه کې د جينکو او هلکانو نزدې ۲۳ زره پرايمري سکولونه او خواوشا ۸۰ زره استازان لري، او د ماشومانو شمېره پکې په لاکونو کې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG