لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاکنډ: په اته ؤ مياشتو کې نزدې ۳۵۰ کسانو ځانونه په خپله وژلي


د خېبرپښتونخوا په ملاکنډ ډويژن کې په تېرو اته ؤ مياشتو کې نزدې درې نيم سوه کسانو ځانونه په خپله وژلي دي.

د ملاکنډ د پوليس د شمېرې ترمخه د روان کال په لومړو اته ؤ مياشتو کې په سوات ضلع کې تر ټولو زياتې دغه پېښې رامنځته شوي او ۲۲۲ کسانو ځانونه وژلي دي.

په بونېر ضلع کې دا شمېره ۷۳، شانګله کې ۲۶، بر دير کې يو، کوز دير کې ۱۵ او چترال کې نهه کسانو خودکشي کړې ده.

زیاتې ځان وژنې ښځو کړي

د پوليس د رپوټ ترمخه د ښځو د ځانونو وژلو زياتره علت دا ښودل شوی دی چې خاوندان يې د کلونو راهسې په بهر ملکونو کې وي کليو ته نه راځي، او بيا د دغو ښځو سره د سخر په کور سمه رويه نه ساتل کیږي.

ډېرې پېښې داسې دي چې زلمو هلکانو او پېغلو جينکو د مينې په ناکامۍ ځانونه وژلي، ځينې هلکانو او جينکو په امتحانونو کې په فېل کېدو يا کمو نمبر اخيستو ځانونه وژلي دي.

ځېنې پېښې بيا داسې رپوټ شوي چې د اوږدې مودې د مرضونو نه تنګ شوؤ کسانو ځانونه وژلي دي.

ځان وژنې ولې کيږي؟

د سوات د سېدو شريف روغتون د نفسياتو د څانګې مشر ډاکټر میا نظام علي وايي، "زمونږ په ټولنه کې ځينې نفسياتي يا ذهنۍ ناروغۍ دي لکه ډپرېشن، ذهني بوج. د دې نه علاوه په شخصيت کې بګاړ راشي د نشو له امله او اوږدو ناروغيو نه خلک ځانونه وژني".

نوموړی وايي ډېر خلک بيا د ناروغيانو له امله د ژوند نه تنګ شي ځانونه ووژني.

د ځان وژنو نه څنګه بچ کېدی شي؟

ډاکټر نظام علي وايي يو خو دا چې مور او پلار بايد د خپلو بچو سره داسې تعلق ساتي چې بچي يې ورسره هر ډول مسلې شريکولی شي او حل يې په شريکه راويستی شي.

دوېم دا چې د ذهني ناروغيانو ښکاره علامات نه وي او زياتره خلک بيا دغه ډول ناروغان د پامه غورځوي پکار ده چې د دغو ناروغانو په وخت علاج وشي، د پامه ونه غورځول شي.

پوليس وايي دا هغه شمېرې دي چې د دوی سره رپوټ شوي دي ډېرې داسې پېښې غلې پاتې شي خلک يې رپوټ هم نه درج کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG