لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال مېلر:طالبان دې افغانستان نه دبهرنیو ځواکونو وتلو ته په تمه نه کښېني


افغانستان کې دناټو ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر طالبانو ته واضحه کړې ده چې هغوئ دې افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته نه په طمعه کیږی بلکې دسولې خبرو ته دې کښېني.

پولینډ کې د ناټو دپوځي کمیشن د درې ورځنۍ غونډې په مهال خبریالانو سره خبرو کې ښاغلي مېلر ویلي دافغانستان د شخړې دهواري تر ټولو اسانه اؤ غوره لاره داده چې دولت اؤ طالبان دسولې خبرې پیل کړي.

هغه وویل ناټو له اوږدې مودې راهسې ځکه افغانستان کې ده ترڅو دغه هیواد یو ځل بیا دترهګرو په خوندي ځاله بدل نه شي.

نوموړي وویل داعش ،القاعده اؤ نورو ترهګرو ډلو دپاره افغانستان کې ځائ نشته ،ناټو د افغان ځواکونو سره په ګډه ددوئ مفکوره له مینځه وړي.

طالبانو تر دې مهاله د ناټو دکمانډر په دې څرګندؤنو خپل غبرګون نه دی ښکاره کړی خو له دې وړاندې یې دافغان دولت لخوا دسولې د وړاندیز په ځواب کې ویلي وؤ هغوئ به ترهغې د جګړې نه لاس نه اخلي تر څو چې تول بهرني ځواکونه دافغانستان څخه وتلي نه وي.

افغان ولسمشر اشرف غني د روان کال د جون میاشت کې ویلي وؤ که طالبان د سولې خبرو ته حاضر شي نو هغه اماده دی چې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په نقش هم ورسره خبرې وکړي،

اشرف غني ویلی وؤ " زه هر وخت هر چې تیار یم چې طالبانو سره د شرطونو پرته خبرې وکړم ، راځئ اول ځان جوړ کړو بیا د بهرني نړۍ نه مرسته غواړو"

خو طالبان دریځ لري چې هغوئ افغان دولت سره نه بلکې نیغ په نیغه امریکا سره خبرو ته تیار دي اؤ دهغې دپاره هم اړینه ده چې بهرني ځواکونه باید له افغانستان څخه اوځي خو دا لمړی ځل دی چې په افغانستان کې دناټو نوي کمانډر طالبانو ته سکوټ ځواب ویلی چې هغوئ باید افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په طمعه نه ش

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG