لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان پلاوي له طالبانو سره د خبرو لپاره د سمیع الحق مرسته غوښتی


پاکستان ته د افغان دیني عالمانو ورغلي پلاوي د ګل یا دوشنبې په ورځ د پاکستان د جمعیت علماي اسلام له مشر مولانا سمیع الحق سره لیدلي او د سولې خبرو ته د طالبانو د چمتو کېدو په برخه کې یې له هغه څخه د مرستې غوښتنه کړې.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، له دغه افغان پلاوي سره یوځاي د اشرف غني د حکومت استازي او په پاکستان کې مېشت افغان ډپلوماټان د خیبر پښتونخوا په نوشهره کې د حقاني دارالعلوم ( د اکوړي مدرسې) ته ورغلي دي.

سمیع الحق ویلي، دا د هغه هیله ده چې په افغانستان کې جهاد پای ته ورسېږي او د وینې بهېدل ودرول شي او افغانستان د یو خپلواک هېواد په توګه سر پورته کړي.

خو ده وویل، چې د افغانستان مسله یوه نړیواله مسله ده او امریکا او نور نړیوال قدرتونه دا نه غواړي چې داسې یو څه دې رامنځ ته شي.

پاکستان ته ورغلې د افغان دیني عالمانو دغې ډلې تر دې وړاندې په پلازمېنې اسلام اباد کې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه له ګڼو نورو پاکستاني مشرانو سره هم خبرې کړیدي.

افغان پلاوي همدارنګه د ګل یا دوشنبې په ورځ د جمعیت اسلامي ډلې له مشر سراج الحق سره لیدلي او د سولې په بهیر کې یې د دواړو هېوادونو د دیني عالمانو په رول باندې ورسره خبرې کړې دي.

له یادې دیني مذهبي ډلې څخه صاحب ذاده امریکا غږ ډېوې ته ویلي چې دوی هم په افغانستان کې د سولې د روان بهیر په بشپړه ملاتړ کوي.

په هر صورت د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا سميع الحق تر دې وړاندې په خپلو مرکو کې په ویاړ سره ویلي وو، چې طالبان د هغه بچي دي.

سمیع الحق د ۲۰۱۷ کال په سپټمبر میاشت کې دا ګواښ هم کړی وو چې که چېرې امریکا د پاکستان پر ضد د کوم تیري اقدام وکړي نو د افغانستان د طالبانو او د حقانیه مدرسې په ګډون به د پاکستان د ټولو مدرسو طالبان په ګډه د امریکا پر ضد جګړه کې د پاکستان مرستې ته وردانګي.

اوس پوښتنه داده چې د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان د دیني عالمانو نظر په یو دم سره ۳۸۰ درجې څه ډول بدلون وموند؟

سیاسي کارپوهان وايي، که د افغانستان په اړه د پاکستان په چلند او سیاست کې کوم مثبت بدلون راځي نو دلیل به یې یواځې او یواځې د امریکا لخوا پر پاکستان باندې د فشار زیاتوالی وي او بس.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG