لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پورټ قاسم پښتانه خواري کښ په اتمه ورځ د حقونو غوښتو دپاره په احتجاج ناست دي


د کراچۍ د دوېم غټ بندر (پورټ قاسم) خواري کښ د اته ؤ ورځو نه د کراچۍ پرېس کلب مخې ته په احتجاج ناست دي. دوی په بندر د پاکستان د قانون لاندې د مزدورۍ حق غواړي.

د خواري کښو د اتحاديې د شمېرې ترمخه په قاسم بندر په ۱۷۵۱ خواري کښو کې ۹۵ فيصده پښتانه دي او د باجوړ سره تعلق لري.

د خواري کښو اتحاديه څلور بنيادي غوښتنې لري.

دوی وايي په بندر دې چاينه کمپني خواري کښو ته د نهه مياشتو تنخواګانې ورکړي.

چاينه کمپني دې د دوی سره کړې ژمنې ومني، او د خواري کښو ودرول شوي کارډونه دي جاري کړي.

دوي څلورمه غوښتنه کوي چې د کراچۍ په مرکزي بندر (کراچي پورټ ټرسټ) باندې د خواري کښو دپاره چې د ۱۹۷۴ کوم قانون عملي دی هغه قانون دې د قاسم بندر د خواري کښو دپاره هم عملي شي.

د خواري کښو د اتحاديې يو مشر عبدالواحد وايي، د ۱۹۷۴ د قانون لاندې د کراچۍ بندر د خواري کښو دپاره ډاک لېبر بورډ يا د بندر د خواري کښو د حقونو اداره جوړه شوې کومه چې دغو خواري کښو ته نه يواځې معاوضه بلکې دوی ته د طبي او ټرانسپورټي اسانتياؤ سره د دوی د بچو د تعليم وظيفې هم ورکوي.

د دې ترڅنګ د ياد قانون لاندې خواري کښو ته کورونه ورکړی شوي او تر د ريټايرډ کېدو پورې ټوله زمه واري د حقونو دغه اداره پوره کوي.

د قاسم بندر خواري کښ وايي چې په ۱۹۷۴ کې جوړ دا بندر دې پښتنو خواري کښو اباد کړی او د هغه وخت نه تراوسه پورې دوی دغلته ځوانۍ تېرې کړې بوډاګان شو.

خو د کچه مزدور په حېث ساتل شوي او تش په نوم د ډاک ورکر کارډونه ورته ورکړی شوي وو.

دې خواري کښو د خپلو حقونو دپاره له دې وړاندې په کال ۲۰۰۲م کې، بيا په کال ۲۰۱۱م او بيا په ۲۰۱۶م کې احتجاجي ناستې کړي او د دوی سره د حکومت او بندر چارواکو ژمنې کړي چې حقونه به ورته ورکړي.

خو خواري کښ وايي د دوی سره تل دوکه شوې او تش په کاغذ ورسره ژمنې شوي عملي شوي نه دي.

عبدالواحد او نور خواري کښ تور لګوي چې په قاسم بندر دوی ته حقونه يواځې د دې وجې نه ورکړی کيږي چې دغلته زياتره خواري کښ پښتانه دي.

په احتجاج ناستو خواري کښو د وزیراعظم عمران خان او سمندري چارو وزیر علي زېدي په نوم خطونه استولي چې د دوی حقونه په ځای کړي.

خواري کښ وايي علي زېدي به په ۲۰۱۶م کې د دوی سره په احتجاج ناسته کې ګډون کولو خو نن د دوی اتمه ورځ ده چې کوم حکومتي چارواکي يې تپوس نه دی کړی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG