لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سترې محکمې دپرویز مشرف هېواد ته په راستنېدو دنه نیولو امر کړی


دپاکستان سترې محکمې امر کړی چې د هیواد پخوانی پوځي واکمن جنرال ریټائرډ پرویز مشرف دې هیواد ته په راستنېدو یوه دوسیه کې هم نه نیول کیږي.

په پرویز مشرف پاکستان کې دغدارۍ، دلال جومات پوځي عملیاتو کې دګڼ شمیر کسانو د وژنې ،د بلوچستان دپخواني لمړي وزیر نواب اکبر بګټي د وژنې اؤ یو شمیر نورې مقدمې سورې دي.

د دوشنبې په ورځ دسترې محکمې مشر قاضي د ملي جوړجاړي د قانوني مسودې( این ار او) دوسیه اوریدلې اؤ ویلي یې دي” ما وړاندې هم ویلي وؤ چې پرویز مشرف دې هیواد ته راشي،هغه ته به امنیت ورکول کیږي،باور ورکووم چې هغه سره به هر عمل دقانون مطابق کیږي”

دپرویز مشرف وکیل محکمې ته ویلي چې هغه د سترې محکمې لخوا پرویز مشرف ته د حاضریدو امر رسولی خو پرویز مشرف دامنیت اؤ روغتیا ستونزې لري.

تر دې وړاندې اوریدنه کې د سترې محکمې مشر قاضي دپرویز مشرف د ناروغتیا په دلیل ویلي وؤ” پرویز مشرف څنګه ناروغه دی چې په دوبۍ کې ډانس کولی شي اؤ محکمې ته نه شي مخ کیدلی”

مشر قاضي د اوریندې پرمهال ویلي کیدی شي د لال جومات پېښه کې په جنرال مشرف تور نه وي خو هغه د غدارۍ دوسیه کې تورن دی اؤ باید محکمې ته مخ شي.

هغه وویل پرویز مشرف چې ځانته دومره تورزن کمانډو ویلو پکار ده چې اوس محکمې ته په مخ کیدلو خپله باتوري وښایي.

مشر قاضي ثاقب نثار وویل “داسې نه وي چې پرویز مشرف په داسې حالاتو کې پاکستان ته راتلل پېښ شي چې دهغه دپاره سودمن نه وي”

دپرویز مشرف وکیل محکمې ته ویلي چې جنرال مشرف اماده دی چې محکمې ته وړاندې شي خو هغه د امنیتي لحاظه اندېښنې لري .

دسترې محکمې مشر قاضي په دې ویلي مشرف دې وطن ته راوګرځي،محکمې ته دې وړاندې شي هغه به نه نیول کیږي.

په تیره اوریدنه کې هم دمشرقاضي لخوا مشرف ته د امنیت اؤ روغتیايي اسانیو ورکولو خبره شوې وه چې په هغې په ټولنیزو رسنیو ګڼو فعالینو ټکونه کړي وؤ اؤ ویلي وؤ په پاکستان کې محکمې ولسي استازي خو رسوا کوي ولې پوځي جنرالانو ته لاس نه شي اچولی .

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG