لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان دې دمذاکراتو دفرصت څخه ګټه پورته کړي،دامریکا اؤ پاکستان غږ


امریکا اؤ پاکستان، افغانستان کې دسیاسي جوړجاړي ملاتړ کړی اؤ ویلي یې دي دا یو ښه فرصت دی چې طالبان باید دشخړې هواري دپاره د مذاکراتو له موقعې څخه ګټه پورته کړي.

دپاکستان دبهرنو چارو وزير شاه محمود قريشي دخپل امريکايي سيال مايک پومپيو سره دامريکا خارجه محکمه کې ليدنه کړې ده او ورسره يې په سيمه ييزو او داړونده خوښۍ په چارو خبرې اترې کړيدي،

دپاکستان دبهرنیو چارو د وزارت دبيان له مخې مائیک پمپیو سره لیدنه کې شاه محمود قريشي وويل پاکستان او امريکا په ګډ ډول په افغانستان او سيمه کې دسولې او ثبات هیله لري،

په دې وروستیو کې افغان دولت طالبانو سره د سولې هڅې ګړندۍ کړي دي خو ورسره په ګاونډي هیواد پاکستان هم تورونه لګوی چې طالبان افغانستان کې ترهګرۍ ته لمسوي اؤ نه غواړي چې په دغه هیواد کې سوله اؤ ارامي ټینګه شي.

پاکستان د افغان چارواکو تورونه ردوي اؤ وایي افغانستان کې سوله اؤ ارامي تر ټولو زیاته دپاکستان په ګټه ده خو امریکا بیا وایي چې پاکستان پخپله خاورو ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي دي اؤ په دې وروستیو کې یې خپلې ټولې پوځي مرستې هم په پاکستان تړلي دي.

دامریکا دبهرنیو چارو وزیر سره لیدنه کې دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي دافغان کشالې په سیاسي هواري کې دپاکستان دملاتړ هود تکرار کړی اؤ ویلي یې دي چې دنظامي لارې دستونزې دهواري تجربه ناکامه شوې ده.

ښاغلي وزیر شاه محمود قریشي ویلي دپاکستان او امريکا ترمينځ جوخت تماسونه تل په دوه اړخيزه توګه ګټور پاتې شوي او په سویلي ايشيا کې دثبات يو لامل دى.

هغه په دې خبره ټينګار کړى چې مخ په وړاندې تګ او دپراخه اساس او منظم چوکاټ لاندې مذاکرات ددواړو هيوادونو په ګډو ګټو تماميدى شي.

دامريکا دبهرنو چارو وزير پوپميو شاه محمود قريشي ته خارجه محکمې ته په ورتګ هرکلى ويلى او ويلي يې دي امريکا پخپله اصلاحاتي ايجنډا دعمل لپاره دپاکستان دنوي حکومت سره په ګډه دکار کولو هيله لري،

بيان کې ويل شوی دي چې مائیک پمپیو په افغانستان کې دسياسي جوړجاړي لپاره دپاکستان دملاتړ او په سيمه کې دسولې لپاره دهلو ځلو ستاينه کړې ده.

دبهرنیو چارو د وزارت دبیان له مخې دواړو مشرانو په دې خبره اتفاق کړى چې ددوه اړخيزه او سيمه ايزو مقصدونو ترلاسه کولو لپاره بايد خپلو کې تماسونه نور هم پراخه کړل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG