لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان قامی اؤ صوبایي اسمبلۍ کې دفاټا دچوکیو زیاتولو ژمنه کړې


دپاکستان وزیراعظم ښاغلي عمران خان ویلي ژمنه کړې چې په قامی‌اؤ دخیبر پښتونخوا اسمبلیو کې به یوازې دقبائیلي ضلعو چوکۍ سیوا کولی شي بلکې دنورې صوبې په څېر به دغلته بلدیاتي ټاکنې هم کولی شي.

عمران خان ویلي چې فاټا سیکریټ به په صوبائي سول سیکریټ کې بدلولی شي اؤ دسیمې خاصه دار به دپولیسو په ځواک کې بدلولی شي.

په دغه غونډه کې د اووه قبائیلي ضلعو دقامي اسمبلۍ غړو اؤ دخیبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان برخه لرله.

سرچینې وایي په غونډه کې قبائیلي استازو وزیراعظم عمران خان قبائیلي سیمو ته د پېښو ستونزو په ځانګړي ډول د فاټا خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډؤلو په لړ کې د قبائیلي ولس د اندېښنو نه خبر کړی دی.

سرچینې وایي قبائیلي استازو عمران خان ته ویلي چې په ائین کې د۲۵م ترمیم باوجود نه خو تر اوسه مرکزي اؤ نه هم د خیبر پښتونخوا حکومت د قبائیلي سیمو خیبر پښتونخوا کې د ورګډؤلو دپاره کومه تګلاره جوړه کړې ده.

هغوئ ویلي چې د انضمام په عمل کې د ځنډ له امله تر اوسه دسیمې کلیز پرمختیايي پلان نه دی عملي کړل شوی .

سرچینې وایي وزیراعظم عمران خان دقبائیلي ضلعو استازو ته باور ورکړی چې دهغه حکومت به نه یوازې کلېزه پرمختیایي پنګه کې پخوانیو قبائیلي سیمو ته دهغوئ برخه ورکوي بلکې د این ایف سي ایوارډ‌په ویش کې به هم قبائیلو سړه خپلې کړې ژمنې سرته رسوي.

په دغه غونډه کې برخه لرونکي خیبر ایجنسۍ څخه د واکمن تحریک انصاف ګوند دقامي غړي ښاغلي اقبال اپریدي وائس اف امریکه ډيوه ته ویلي “مونږ وزیراعظم ته همدا وویل چې دقبائیلي سیمو خیبر پښتونخوا ته د ورګډولو په عمل کې ابهام دی، اؤ زمونږ د ستونزو په هواري کې قانوني خنډان رامخې ته شوي دي”

داقبال اپریدي په وینا “وزیراعظم ته مو وویل مونږ چې وزیراعلی ته خپله مسله وړو هغه وایي دا زما واک کې نه ده، که چیف سیکرټري له ورځو هغه راته انکار کوي اؤ ګورنر هم وایي چې دا دده اړوند نه ده”

ښاغلي اقبال اپریدي زیاته کړه وزیراعظم یې ټولې ستونزې اوریدلي اؤ‌دهغې د هواري باور یې ورکړی دی.

دقبائیلي ضلعو کلیزه ترقیاتي پنګه نه خو تر دې مهاله صوبايي حکومت اؤ نه هم ګورنر ته سپارل شوې چې له دې امله دسیمې نه منتخب ولسي استازي پخپلو سیمو کې هیڅ قسمه پرمختیايي پروژې سرته نه شي رسولی.

قبائیلي استازو د وزیراعظم نه دا غوښتنه هم کړې ده چې په دغو سیمو کې دې دصوبايي اؤ بلدیاتي ټاکنو نه وړاندې د سیمې سمه سرشمیرنه معلومه کړل شي ځکه چې تیره سرشمیرنه کې په لکونو قبائیل د امن دخرابې وضعې اؤ پوځي عملیاتو له امله د سیمې نه بهر وؤ.

دغونډې پرمهال وزیراعظم قبائیلي استازو ته باور ورکړی چې ددغه سیمو قدرتي وسیلې به هم د سیمې د ولس په ښېګړه لګولی شي.

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG