لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پمپیو: په افغان سوله کې پرمختګ شوی او طالبان باید ترې ګټه واخلي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره تر لیدنې وروسته وویل، د افغانستان د سولې په برخه کې پرمختګ شوی او طالبان باید له دغه بهیر څخه ګټه واخلي.

د بهرنیو چارو وزارت دغه خبره نن د شورو یا چهارشنبې په ورځ د یوې خپور شوي بیان په ترڅ کې کړې ده.

په بیان کې وړاندې راغلي دي، پمپیو په دې ټینګار وکړ چې د افغان سولې په برخه کې پاکستان مهم رول لوبولوی شي او دواړو مشرانو په دې موافقه کړې ده چې د لوړو ګډو ګټو په برخه کې به خپلو رغنده خبرو ته دوام ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې دا هم راغلي پمپیو له قریشي سره په دې هم خبرې وکړې چې دوه اړخیزه همکاري دواړو لوریو ته ګټه رسوي او د جنوبي اسیا د ثبات سبب ګرځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د بيان له مخې مائیک پمپیو سره لیدنه کې شاه محمود قريشي وويل پاکستان او امريکا په ګډ ډول په افغانستان او سيمه کې د سولې او ثبات هیله لري.

ښاغلي قریشي زیاته کړی چې تر څو د کشمیر مسله نه وي هواره شوې نو په سیمه کې د امن راوستل ډیره ګرانه ده. خو څیړونکي وايي، چې پاکستان دې افغاستان او ترهګري د کشمیر مسلې سره نه ګدوي ځکه چې دا دواړې مسلې سره ډیر توپیر لري.

ښاغلي قریشي ویلي چې د پاکستان نوی حکومت به هڅه وکړي چې د ډاکټر شکیل افریدي په قضیې کې هم د امریکا د حکومت سره جوړ جاړی وکړي. خو د بهرنیو چارو دفتر ویاندې هېدړ ناورټ ویلي:

(زه ګمان کومه چې په دې مسله پاکستان تر اوسه پټه خوله پاته دی. په دې اړوند تر اوسه ډیر پرمختګ کیدای شو خو مونږ تر اوسه څه خاص نه دی اوریدلی).

د امریکا او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د نهې یا سې شنبې په ورځ سره کتلي دي. تر دې مخکې دواړو مشرانو د سپټمبر په پنځمه نېټه په پلازمېنې اسلام اباد کې سره کتلي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG