لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:هڅه به وکړو چې طالبان خبرو ته کښېنوؤ خو اثر مو پرې کم دی


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي پاکستان به افغان دولت سره دطالبانو خبرو ته کښېنولو کې خپل نفوذ څخه استفاده کوي خو دا هم یاد لرل پکار دي چې اوس په طالبانو دپاکستان اثر یا نفوذ ډیر کم شوی دی.

هغه وایي دامریکه اؤ پاکستان خپل منځي اړیکو کې ښه والی د افغانستان دافغانستان په وضعیت اړه لري اؤ پاکستان دپاره واشنګټن ته د ورتیریدلو لاره کابل ده.

واشنګټن کې د تهنګ ټینک سیمینار ته خپله وینا کې دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دپاکستان،افغانستان اؤ امریکا دولتونه په دې خبره یوه خوله دي چې دافغانستان ستونزه پوځي هواری نه لري بلکې یوازې دسیاسي لارې هواریدلی شي.

په اسلام اباد کې دامریکا پخواني سفیر رچرډ اولسن امریکا غږ ته ویلي چې دپاکستان د دوؤ پخوانیو حکومتونو پرمهال دافغانستان پخپله ټولې چارې پوځ پخپل لاس کې نیولې وې خو په نوي حکومت کې چې به څه کیږي ددې دپاره به مونږ ته د حالاتو جاج اخستل وي.

هغه وویل پاکستان اوس هم په طالبانو څه نا څه نفوذ لري اؤ مونږ هیله لرو چې ددغه نفوذ څخه په استفاده به پاکستان طالبان افغان دولت سره خبرو ته کښینوي.

ښاغلي ولسن وویل واشنګټن به د اسلام اباد ددې اعلان هرکلی کوي چې دافغان ستونزې په سیاسي هواري کې به خپل رول ولوبوي.

په دې وروستیو کې امریکا اؤ افغان دولت هڅې چټک کړي چې طالبان دسولې خبرو ته کښینوي اؤ څیړونکي وایي چې په پاکستان هم نړیوال فشارونه سیوا شوي چې طالبان دسولې خبرو ته اماده کړي خو طالبانو ویلي هغوئ به تر هغې دجنګ نه لاس نه اخلي ترڅو چې بهرني ځواکونه په بشپړ ډول د افغانستان څخه وتلي نه وي.

افغان دولت تور لګوي چې دطالبانو تر شا دپاکستان لاس دی اؤ هغوي دپاکستان په لمسه افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان دا تورونه ردوي اؤ افغانستان کې روان د ترهګرۍ بهیر ته دافغان دولت د کورنۍ ستونزې نوم ورکوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG