لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرکټ: د ټي ټېن دوېم سيالۍ به راتلونکې میاشت کيږي، اجازه يې ترلاسه کړې ده


د کرکټ د لسو اوورونو يا ټي ټېن دوېم سيالۍ د نومبر له ۲۳مې نېټې د متحده عرب امارات په شارجه لوبغالي کې پېل کېږي چې پکې به پښتون لوبډله د نوؤ او زړو لوبغاړو سره ګډون کوي.

تېر څو ورځې په پاکستانۍ ميډيا کې د ټين ټېن په اړه ځينې داسې خبرونه خپرېدل چې دا سيالۍ رسمي اجازه نه لري خو د پښتون لوبډلې وياند وايي دا بې اساسه خبرونه دي.

نويد يوسفزی وايي چې دا د اماراتو کرکټ بورډ له خوا پېل شوی کرکټ ليګ دی چې ورته يواځې د کرکټ د نړيوال شورا يا کونسل (ايي سي سي) له خوا اجازه پکار وي کوم چې په رسمي توګه ورکړل شوې ده.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "ځينې منفي خبرونه خپاره شوي خو په دغو کې هېڅ حقيقت نشته او دا ځل به د ټي ټېن سيالۍ نورې هم په ښه ډول ترسره کېږي".

د پښتون لوبډلې کپتان شاهد افريدي هم په ټويټر د ټي ټېن سياليو پخلی کړی دی.

نويد يوسفزی د پښتون لوبډلې د لوبغاړو په اړه نوموړی وايي چې دوي هڅه کړې پښتانه لوبغاړي وړاندې راولي خو د پاکستان او افغانستان ترڅنګ د دوي په لوبډله کې د ويسټ انډيز، انګلېنډ، نيوزي لېنډ او سوېلي افريقې لوبغاړي شامل دي.

د نوموړي په وېنا د افغانستان نه شاه پور ځدران، ګل بدين نايب او شراف الدين د پښتون لوبډلې لوبغاړي دي.

د انګلېنډ کرکټ لوبډلې او د پښتون لوبډلې لوبغاړی ليام ډاوسن وايي چې که څه هم تېر ځل دوي تر سيمي فاينله رسېدلي وو خو له لوبې يې هر وخت خوند پورته کړی او دې ځل له په لوبډله کې د نوو لوبغاړو راتګ سره به دا سيالۍ د تېرو په پرتله نورې هم خوندورې وي.

نوموړي ويلي،"له تېرو سياليو مو ډېر خوند پورته کړی ؤ هره شپه د شارجې په لوبغالي کې د يوې لويې شمېرې مخې ته لوبه کول يو بېل خوند لري او بيا د کتونکو جذبه هم د کتلو وه، دا هر څه نه يواځې خوندور وو بلکې ډېر ښه يادونه يې راجوړ کړل".

په تېرو سياليو کې پښتون لوبډله تر سيمي فاينل رسېدلې وه.

د شاهد افريدي د مشرۍ په اړه ډاوسن ويلي،"لالا خپله ځانګړتيا لري، مونږ په هېمپشاير کې ډېره لوبه په ګډه کړې ده او هر وار چې زه د هغه سره لوبه کووم نو خوند راکوي".

د ټي ټېن دوېم سيالۍ به په شارجه لوبغالي کې د نومبر پر ۲۳مه پېل کېږي او د سمبر تر دوېمې نېټې روانې وي.

په دې سياليو کې اته لوبډلې برخه اخلي چې پکې د پښتون لوبډلې نه علاوه پنجابي ليجنډز، کيراله کنګز، کراچينز، مرهټه عرېبينز، بنګال ټايګرز، ناردرن واريرز، راجپوتس لوبډلې شاملې دي.

تېر کال د دې سياليو فاينل د کېرالا کنګز او پنجابي ليجنډز ترمنځه شوی وو چې پکې کېراله کنګز پنجابي ليجنډز ته ماتې ورکړې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG