لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا:دشکیل اپریدي په خوشې کولو مو پاکستان سره خبرې کړي


دامریکا دملي امنیت صلاح کار ښاغلي جان بولټن ویلي امریکا دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي سره د داکټر شکیل اپریدي د خوشې کولو په اړوند خبرې کړي دي اؤ په شوؤ خبرو خوښي لري.

هغه ویلي امریکا اوس هم غواړي چې دپاکستان نوي حکومت ته موقعه ورکړي ترڅو د دوه اړخیزه اړیکو ښه کولو دپاره دکتاب دپاڼې په اړولو په وړاندې تګ پیل کړي.

تیره ورځ خبریالانو سره خبرو کې ښاغلي بولټن ویلي د واشنګټن په سفر کې هغه پخپله اؤ دبهرنیو چارو وزیر مائیک پمپیو دپاکستان دخارجه وزیر شاه محمود قریشي سره لیدنو کې د ډاکټر شکیل اپریدي په پرېښودلو هم خبرې کړي چا چې ایبټ اباد کې داسامه بن لادن په ضد عملیاتو کې دامریکا همکاري مرسته کړې وه

په ډاکټر شکیل اپریدي تور دی چې د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن په موندلو کې یې د امریکې د استخباراتي ادارې سي ای اې مرسته کړې وه.

بن لادن د ۲۰۱۱م کال په مې میاشت کې د امریکې کمانډو ځواکونو د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې په ځانګړو عملیاتو کې وژلی ؤ.

دامریکا دملی امنیت صلاح کار وویل هغه اؤ مائیک پمپیو په واشنګټن کې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي مهمې لیدنې کړي دي.

دجان بولټن په وینا “مونږ پاکستان ته دپوځي مرستو په ځنډولو هم خبرې کړي خو مونږ دترهګرۍ په ضد کوټلي مهم کې پاکستان ته مهم ځائ ورکوؤ”

هغه وویل امریکا پاکستان سره خبرې دوامداره ساتل غواړي اؤ کتل به شي چې دا خبرې څه نتیجه ورکوي.

ښاغلي جان بولټن د شکیل اپریدي د خوشې کولو په اړوند دپاکستان خارجه وزیر سره دخبرو کولو دا دعوه په داسې حال کې کړې چې روانه اوونۍ دپاکستان دخارجه وزارت ویاند ویلي وؤ‌ پاکستان د ډاکټر شکیل اپریدي په معامله د قانون مطابق عمل کوي خو زیات جذئیات یې نه وؤ په ډاګه کړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG