لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:دافغانستان خپل ځواکونه پیاوړي دي،بهرني مزدور عسکر ته اړتیا نه لرو


دافغانستان ولسمشر ویلي افغان امنیتي ځواکونه دتیر په پرتله دا مهال پیاوړې شوي دي او کولی شي چې د هیواد په هره برخه او شرایطو کې دمخالفینو پرضد عملیات ترسره او ملي حاکمیت پلی کړي.

نن(پنجشنبه) یوې غونډې ته په وینا کې ولسمشر ویلي"هیڅ یوه بهرني مزدور عسکر ته ضرورت نه لرو ،دافغانستان امنیت خصوصي کیدلی نه شي"

هغه وویل دافغانستان شمالي ولایتونو امنیت ته ځانګړې پاملرنه شوې او په وینا یې دافغانستان په شمال او شمال ختیځ ولایتونو کې دامنیت دلاټینګښت په هدف جدي اقدامات پیل شوي دي.

نوموړي وویل"مونږ څلور کلن امنیتي پلان لرو او لومړۍ کال یې په ختمیدو دی،امنیتي وضعیت دلاښه کیدو په حال کې دی اود فقر موضوع په صدقې سره نه حل کیږي بلکې دپانګې اچونې سره یاده ستونزه هواریدلی شي"

اشرف غني وايي دافغانستان بلخ ولایت دمرکزي اسیا هیوادونو سره د تجارت خلاصه دروازه ده او په راتلوونکي وخت کې به دغه ولایت دتجارتي مالونو دصادراتو او د نړیوال تجارت په یو مهم مرکز بدل شي.

اشرف غني امنیتي چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې د اداري فساداو د زور واکانو پرضد جدي اقدات ترسره کړي اودعدالت دپلي کیدو لپاره د قانون عملي کولو ته ځانګړې پاملرنه وشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG