لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان جلال اباد کې دخپلې قونصلګرۍ دبیا پرانستو اعلان وکړو


پاکستان اعلان کړی چې په جلال اباد کې خپله تړلې قونصلګري سبا(دوشنبه) یو ځل بیا وروسته له هغې پرانزي چې افغان دولت نه یې دقونصلګرۍ د امنیت باور ترلاسه کړی دی.

داګست په ۳۰مه نېټه دافغانستان ننګرهار ولایت کې پاکستان خپله قونصلګري تړلې وه اؤ تور یې لګولی ؤ چې دننګرهار ځائ چارواکي دقونصلګرۍ دامنیت چارو کې مداخله کوي.

خو دننګرهار والي دپاکستان دغه تورونه رد کړي وؤ اؤ ویلي یې وؤ دپاکستان په قونصلګرۍ کې دافغانانو څخه د ویزو په سر نه یوازې بډې رشوتونه اخستل کیږي بلکې بد چلند هم ورسره کیږي.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تیره میاشت کابل ته دخپل سفر په مهال افغان چارواکو سره دنورو مهممو چارو برڅېره جلال اباد کې دپاکستان دقونصلګرۍ دتړل کیدو په اړوند هم خبرې اترې کړې وې.

دپاکستان دبهرنیو چارو د دفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل دیکشنبې په ورځ خپل یو ټوئټ کې لیکلي “دافغان دولت لخوا دامنیت دباور ترلاسه کیدو وروسته پاکستان خپله قونصلګري بیرته خلاصوي اؤ د سبا نه به د ویزو ورکول پیل کړي “

په سوشل میډیا داسې اطلاعات هم مخې ته راغلي چې دا ځل جلال اباد کې دپاکستان قونصلګرۍ د ویزو ورکولو دپاره یو مهال ویش هم تیار کړی چې دهغې له مخې به په بیلابیلو ورځو دبیلابیلو سیمو اوسیدونکو ته ویزې ورکول کیږي.

ددغه مهال ویش له مخې د هرې یکشنبې په ورځ د روداتو ، پچیراګام،چپرهار ،حصارک ،خوږیاڼو او د شیرزادو ولسوالیو تذکرو لرونکو او عمومي کوچیانو ته ویزې ورکول کیږي .

همدغه راز دوشنبې په ورځ د هسکې مینې، کوټ، غني خیل،اچین،نازیان او دوربابا ولسوالیو اوسیدونکو ته ، د سې شنبې په ورځ د بټي کوټ، دره نور،کامې،کوز کونړ،ګوشتې، مومندرې او لعلپورې ولسوالیو اوسیدونکو ته ،د چهارشنبې په ورځ د جلال اباد ښار د اته ناحیو، بهسودو او سره رود ولسوالیو اوسیدونکو ته اؤ د پنجشنبې په ورځ به د پکتیا،خوست، غزني،کونړ ،نورستان او لغمان ولایتونو تذکرو لرونکو ته ویزې ورکول کیږي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG