لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګل پاڼه:نه مې پښتو ته سپک کتلي،نه یې سوچ کولی شم


دپښتو وتلې سندرغاړې ګل پاڼه باندې په سوشل میډیا سخت ټکونه روان دي چې ولې یې د ټي وي په یوه شو کې ویلي چې “په پښتو ژبه کې د سندرو ویلو پځایې اردو ژبه کې سندرې ویل زیات خوښوي”

دسوشل میډیا فعالین وایي ګل پاڼې نوم اؤ شهرت په پښتو سندرو پیدا کړو اؤ اوس وایي چې پښتو یې نه خوښیږي.

خو ګل پاڼه وایي پښتو یې مورنۍ ژبه ده، لکه د مور ورباندې ګرانه ده اؤ هیڅکله یې نه دي ویلي چې ګنې پښتو یې نه ده خوښه.

د تیرې ورځې راهسې ګل پاڼه وروسته له هغې په سوشل میډیا دځېنو فعالینو لخوا دسختو نیوکو لاندې راغلې چې د اردو ژبې د ټي وي په یوه شو کې د هغې مرکه خپره شوه.

له مرکې خپریدو وروسته په ګل‌ پاڼه نیوکې وشوې چې ولې یې په پښتو اردو ته ارزښت ورکړی.

دهمایون غزل په نوم دفیس بک یو فعال پخپل پوسټ کې ګل پاڼې ته په مخاطبه ویلي "ګل پاڼې تانه دپښتنو دا امید بلکل نه ؤ،تا دپښتون قام دمینې جذبې قتل کړي دي،دپښتنو نه په دواړه لاسه معافي وغواړه"

خو وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې ګل پاڼې وویل هغې نه خو په پښتو اردو ته ارزښت ورکړی اؤ نه داسې سوچ کولی شي .

ګل پاڼه وایي “ مرکه کې رانه د پروګرام کوربنې پوښته وکړه چې ستا په پښتو ژبه سندرې ویل زیات خوښیږي که په اردو؟ اؤ ما ورته وویل چې په اردو کې زما غږ ډير خوږ لګي خو دا مې کله نه دي ویلي چې پښتو کې سندرې ویل مې نه خوښیږي”

ګل پاڼې وویل د هغې دشهرت نه ځینې خلک هسې سوځي اؤ ځینې نور دتنګ نظرۍ مظاهره کوي ځکه نو غواړي چې په دغسې پروپیګنډو دهغې مینه وال له هغې څخه خوابدي کړي.

ګل پاڼې زیاته کړه په همدغه مرکه کې یې په جار ویلي چې پښتنه ده، په کور کې یې پښتو ویل کیږي اؤ راتلونکی نسل به یې هم پښتو وایي.

ګل پاڼه وایي “زه خو حیرانه یم چې داخلک دڅه نه څه جوړ کړي، همدغه مرکه کې ما ویلي چې پښتو زما مورنۍ ژبه ده اؤ اردو ډیره په پام ،پام ویم ترڅو غلطه پکې نه شم خو دا هیڅ چاته نه ښکاري اؤ دتنقید دپاره یې داسې نکته نیولې چې هغه هډو زما مدعا نه ده”

دافسر افغان په نوم ځوان لیکوال په فیس بک لیکلي “ګل پاڼه دومره عاجزه ده چې د سندري نه علاه ورته هيڅ هم نه ورځي، يواځې سندره وئيل هيڅ توره او هنر نه دی د سندري سره سره څه علم ، پوهه او وژن هم پکار وي ګل پاڼۍ نن د ټولو وطن پالو او کلتور خوښو پښتنو احساسات قتل کړي چې زمونږ مورني ژبې ته يې سپک وکتل”

خو ګل‌ پاڼې بیا ډیوه ته وویل هغه یوه هنرمنده ده ټولو ژبو ته درناوی لري خو په خلاص مټ اؤ په جار وايي چې ټولو ژبو کې پرې خپله ژبه ګرانه ده اؤ چې ترڅو یې ژوند وي دخپلې ژبې اؤ هنر خدمت ته به دوام ورکوي.

هغې وویل “اګر چې ما یوازې پښتو کې سندرې نه دي ویلي اؤ نه مې یوازې پښتانه سندرې خوښوي، ما په اردو اؤ فارسۍ کې هم سندرې ویلي اؤ اردو دان اؤ فارسیوانان مې هم دغږ مینه وال دي،خو پیژنګلو پښتو راکړې اؤ‌ په پښتو ویاړم”

ګل پاڼې په سوونو سندرې ویلي اؤ په ټوله پښتنه نړۍ کې دخپلو مینه والو یوه پراخه حلقه لري.

هغه دپېښور اوسیدونکې ده اؤ دپېښور پوهنتون نه یې په سوسیالوجي کې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده خو وایي چې غواړي له دې وروسته پي ایچ ډي هم وکړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG